مسکو د ۶۰۰ اوکرايني سرتيرو د وژلو ادعا وکړه

د روسيې دفاع وزارت په تازه اعلاميه کې راغلي، چې د خپلو ۸۹ وژل شويو سرتيرو په غچ کې يې د اوکراين ۶۰۰ سرتيري وژلي دي، د روسيې دفاع وزارت همدا راز ويلي، چې اوکرايني سرتېرو ته يې دغه خونړۍ مرګ ژوبله کراماتورسک ښار کې د هغوی د قرارګاه هدف ګرځولو له امله اړولې ده. […]

د روسيې دفاع وزارت په تازه اعلاميه کې راغلي، چې د خپلو ۸۹ وژل شويو سرتيرو په غچ کې يې د اوکراين ۶۰۰ سرتيري وژلي دي، د روسيې دفاع وزارت همدا راز ويلي، چې اوکرايني سرتېرو ته يې دغه خونړۍ مرګ ژوبله کراماتورسک ښار کې د هغوی د قرارګاه هدف ګرځولو له امله اړولې ده.

د راشا ټوډي د راپور پر اساس، د يکشنبې د ورځې عمليات يې د کيف د هغو بريدونو په ځواب کې تر سره کړي، چې د نوي کال د اولي شپې په نمانځنه کې يې پر روسي سرتيرو تر سره کړي وو او لږ تر لږه ۸۹ روسي سرتيري يې ووژل.

د روسيې دفاع وزارت همدا راز ويلي، دوی د کرسمس د نمانځنې له امله د ډزبندۍ ټول قوانين عملي کړي وو، خو اوکرايني سرتيرو سرغړونه وکړه او د روسيې تر کنټرول لاندې سیمې يې د خپلو بريدونو هدف وګرځولې.

روسيه وايي، د نوي کال جنورۍ مياشتې په ۲ نېټه د دوشنبې په ورځ اوکرايني سرتيرو په دونتسک سيمه کې د روسيې موقته قرارګاه په ۶ توغنديو وويشتله، راپور زياتوي د روسيې دافع هوا سيستم دوه توغندي هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ او څلور يې په هدف ولګېدل.

په لومړي سر کې روسيې د خپلو ۶۳ سرتيرو د وژل کېدو راپور ورکړ، خو اوس دغه شمېره ۸۹ تنو ته لوړه شوې، بلخوا اوکراين د روسيې تر اعلان وړاندې ويلي و، چې دونتسک کې يې د روسيې ۴۰۰ پرسونل وژلي او کابو ۳۰۰ نور يې ټپيان کړي دي، خو روسيه وايی، چې د کيف په بريد کې د دوی يوازې ۸۹ تنه سرتيري وژل شوي او په غچ  کې يې د اوکرآين ۶۰۰ سرتيري وژلي دي، اورکراين د روسيې د دفاع وزارت د اعلاميې په غبرګون کې تر دا مهاله څه نه دي ويلي.