څرنګه کولی شو ودان او پرمختللی هیواد ولرو؟

د ورځې خبره موږ سره له دې چې پراخې طبیعي زيرمې، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره پرېمانه ځمکه، مناسبه هوا او خوږې اوبه لرو؛ خو بيا هم د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې يو. موږ د اړتيا وړ ډېر توکي له نورو هيوادونو واردوو، آن د لومړنيو اړتياوو د پوره […]

د ورځې خبره

موږ سره له دې چې پراخې طبیعي زيرمې، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره پرېمانه ځمکه، مناسبه هوا او خوږې اوبه لرو؛ خو بيا هم د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې يو.
موږ د اړتيا وړ ډېر توکي له نورو هيوادونو واردوو، آن د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو برخه کې هم پر ځان بسيا ملت نه يو، روغتيايي برخه مو هم ډېرې نيمګړتياوې لري او هره ورځ مو د هيواد پر پولو ګڼ ناروغان، په دې هيله چې ګاونډيو هيوادونو ته د درملنې لپاره سفر وکړي، ساعتونه-ساعتونه په اوږدو کتارونو کې انتظار باسي.
خو څرنګه کولی شو، ودان او پرمختللی هېواد ولرو؟ ددې پوښتنې ځواب دا دی، چې د هيواد رغونه او پرمختګ زموږ ټولو مسئوليت او دنده ده، که څه هم د منصبونو او صلاحيتونو په بدلون سره دمسئوليت په کچه او نوعيت کې هرومرو توپير شته؛ خو مسئوليت يې د ټولو مشترک دی او هغه مهال به مو دغه ستر مسئوليت سرته رسولی وي، چې ټول په خپلو-خپلو برخو کې د مسئوليت احساس وکړو او د هيواد د رغونې او پرمختګ لپاره مټې بډوهو.
د امکاناتو او پوره صلاحيتونو د لرلو له امله طبیعي ده، چې د حکومتي چارواکو مسئوليت له نورو ډېر او دروند دی، د خلکو د ځان، مال عزت او ارزښتونو ساتنه، هر چا ته د زده کړو، کار او هوسا ژوند مناسب چاپيريال جوړول د حکومتي چارواکو دنده او مسئولیت دی.
خو ددې معنا دا نه ده، چې ملت هيڅ مسئوليت نه لري، بلکې دا دنده او مسئولیت لري چې قانون ته درناوی وکړي، د ټولګټو پروژو ساتنه او څارنه د ټولو شريکه وظيفه ده او دغه راز د امنيت او ثبات په برخه کې موږ ټول بايد له حکومتي ارګانونو سره همکاري خپله دنده وګڼو.
موږ بايد په خپله خپل هيواد ورغوو، پرديو مرستو ته په تمه نشو، نورو که هيواد راته رغولی، دا شل کاله به يې رغولی وای، د هغوی د مرستو تر شا هم ګڼ داسې اهداف او موخې وي، چې زموږ ديني او ملي ارزښتونه يې نه ايجابوي.
که موږ ټول په ګډه کار وکړو او د هيواد رغونه او پرمختګ خپل مشترک مسئولیت وبولو، په راتلونکي نږدې وخت کې به ان شاء الله تعالی د يو پرمختللي، پر ځان بسيا او مترقي افغانستان شاهدان و اوسو.