داعش ته کمپاين؛ د امريکا دوه مخې پاليسي!

امريکا او متحدين يې په ټوله نړۍ کې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو لپاره ډول ډول پلانونه او پاليسۍ لري. څه موده وړاندې يې په عراق او سوريه کې د ايران او روسيې د نفوذ دمخنيوي لپاره د داعش په نامه ډله رامنځته کړه، چې وروسته يې د منځنۍ اسيا او چين د پرمختګ […]

امريکا او متحدين يې په ټوله نړۍ کې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو لپاره ډول ډول پلانونه او پاليسۍ لري. څه موده وړاندې يې په عراق او سوريه کې د ايران او روسيې د نفوذ دمخنيوي لپاره د داعش په نامه ډله رامنځته کړه، چې وروسته يې د منځنۍ اسيا او چين د پرمختګ او نفوذ د مخنيوي لپاره په افغانستان کې هم دغې ډلې ته د فعاليت زمينه برابره کړه. په ښکاره دغې ډلې د امريکا ضد نظريه درلوده او امريکا يې هم په وړاندې سمبوليک نظامي عمليات ترسره کړل.
خو که واقعيت ته وکتل شي داعش نه يوازې د امريکا ضد ډله نه ده، بلکې په سيمه او نړۍ کې د امريکا د اهدافو او موخو تحقق ته لاره هواروي.
په دې وروستيو کې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ «سنټګام» عمومي قوماندان مايکل کوريلا په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګياليو د شمېر په اړه ويلي چې شاوخوا ۲ زره تنو ته رسيږي او ويره يې څرګنده کړې چې ښايي په راتلونکو شپږو مياشتو کې دغه ډله له افغانستان څخه بهر د امريکا او متحدينو پر ضد بريدونه وکړي.
د شنونکو په باور دا يوازې د امريکا له لوري خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره داعش ته رسنيز کمپاين دی، هغوی غواړي له دې لارې داعش افغانانو او د سيمې هيوادونو ته د يو جدي ګواښ په توګه معرفي کړي‌.
د افغانستان داسلامي امارت وياند د امريکايي جنرال دغه څرګندونې له حقيقته لرې ګڼلي او زياته کړې يې ده، چې داعش ډله نه يوازې سخته ځپل شوې، بلکې د جنګياليو شمېر يې هم په مراتبو راټيټ شوی دی.
واقعيت هم دا دی، چې د اسلامي امارت له حاکميته وروسته د بهرنيو استخباراتي کړيو له خوا رامنځته شوې داعش ډله سخته ځپل شوې، هيڅ ځای د فعاليت فرصت نه ورکول کېږي او هر چېرته يې چې سر پورته کړی، له منځه وړل شوې.
دا د لوېديځ او د هغوي له لوري د تغذيه کېدونکو رسنيو عادت دی، چې د هر هغه چا لپاره ناسم تبليغات او لابي کوي او له خپل اصلي حالت څخه يې څو ځله زيات او ځواکمن يادوي، چې د دوی د اهدافو لپاره کار کوي.