د اسلامي او ملي نواميسو ساتونکی غښتلی پوځ

د ورځې خبره غښتلی پوځ د يوه هيواد او ملت د ديني او ملي نواميسو ساتونکی وي. تېرې څه باندې څلور لسيزې، چې افغانستان له سختو ننګونو او ستونزو سره مخ و، له ټولو ستر لامل يې د يو خپلواک او غښتلي پوځ نشتون و. په دغې موده کې افغانستان يو غښتلی او د ملت […]

د ورځې خبره

غښتلی پوځ د يوه هيواد او ملت د ديني او ملي نواميسو ساتونکی وي. تېرې څه باندې څلور لسيزې، چې افغانستان له سختو ننګونو او ستونزو سره مخ و، له ټولو ستر لامل يې د يو خپلواک او غښتلي پوځ نشتون و.
په دغې موده کې افغانستان يو غښتلی او د ملت له ملاتړه برخمن پوځ نه دی درلودلی او علت يې هم خورا څرګند دی، هغه داچې په دغه وخت کې جوړو شويو پوځونو نه يوازې خپله اصلي دنده پريښې وه، بلکې د دين او ملت په وړاندې يې پردۍ وسله پورته کړې وه. اوس چې افغانستان په ټولو برخو کې خپلواکي ترلاسه کړې، د اسلامي امارت مشران د يوه ژمن، رښتيني ملي او له هر ډول سياسي او قومي تبعيضونو د پاک او غښتلي پوځ د جوړښت لپاره چټکې هڅې کوي. د دغه نوي جوړېدونکي پوځ له ټولو ستره ځانګړنه دا ده چې په بشپړ ډول خپلواک دی، ټولې اړتياوې يې په کور دننه پوره کېږي. په خپله د افغان استادانو له لوري روزل کېږي، ټول تجهيزات، معاش او اعاشه يې افغان حکومت له خپلوعوايدو ورکوي. او بل دا چې نوی پوځ به له هر ډول سياسي او قومي توپيرونو لرې وي. تر يوې رهبرۍ او چتر لاندې به د افغانستان د اسلامي پوځ يو هراتی سرتېری په ختيځ کې په ډېر اخلاص د ملت ساتنې دنده ترسره کوي او د ختيځ او سېدونکی سرتيری به د سر په بيه د شمالي ولايتونو دفاع او ساتنه کوي. او بيا به څوک د قوم او سمت په نامه پوځ او نظامي تجهيزات د ملي ګټو په وړاندې ونه کاروي. په تېر يونيم کال کې د افغانستان اسلامي د امارت د ملی دفاع وزارت او رهبري په دې توانيدلي، چې د غښتلي پوځ دجوړېدو چارې تر ډېره حده تکميل کړي، څه موده وړاندې د دفاع وزارت وياند له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې د افغانستان د اسلامي اردو د سرتېرو شمېر شاوخوا ۱۵۰زره تنو ته رسېدلی، ښه تجهيزات او وسايل په واک کې لري او ددغه وزارت اوسنیو او پخوانیو انجنیرانو شاوخوا ۶۰ بيلابيلې الوتکې رغولي دي. موږ هغه مهال خپله جغرافيه، خپلواکي، کلتور او ګټې ساتلی شو، چې خپلو اهدافو ته ژمن، خپلواک، له هر ډول سياسي، سمتي او قومي توپيرونو لرې متحد او ځواکمن پوځ ولرو. د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري وروستۍ هڅې جوتوي، چې دغه مهم ملي کار درک شوی او ډېر ژر به د همداسې ځواک څښتنان شو، ملت هم بايد يوازې ننداره ونه کړي، بلکې باید د خپل پوځ په کلکه ملاتړ وکړي او دې بهير ته خپل مخلص، ديني او ملي ګټو ته ژمن ځوانان وهڅوي، په دې برخه کې ناغيړي د حکومت او ملت دواړو په زيان ده. هيواد او د هيواد عليا ګټې د ټولو افغانانو مشترکې دي، هيواد کټ مټ د يو کور په څېر که ودان، سوکاله، باثباته او پرمختللی و، ټول وګړي به يې ډاډمن او هوسا ژوند ولري، خو که خدای مه کړه يوځل بيا په دې کور کې بې ثباتي او نا امني رامنځته شوه، هيڅوک به هم ډاډمن او سوکاله ژوند ونه لري. راځئ! حکومت او ملت ټول يو ځای ددې هيواد پرمختګ او هوساينې ته اوږه ورکړو او هيواد او له دين سره د مينې او محبت دعوو ته عملي جامه ورواغوندو.