غصب شوې ځمکې به بېرته چا راګرځولې؟!

د ورځې خبره موږ چې له تېرو شلو کلونو راهېسې د تبلیغاتو ښکار او په ذهني ډول مغلوب یو، ډېر هغه څه هم رانه هېر دي او ورته پام مو نه دی، چې یو وخت مو په زړونو ارمان او د قربانیو ارمغان بللو . که یوځل د تېر شل کلن اشغال او له هغه […]

د ورځې خبره

موږ چې له تېرو شلو کلونو راهېسې د تبلیغاتو ښکار او په ذهني ډول مغلوب یو، ډېر هغه څه هم رانه هېر دي او ورته پام مو نه دی، چې یو وخت مو په زړونو ارمان او د قربانیو ارمغان بللو .
که یوځل د تېر شل کلن اشغال او له هغه مخکې د خپل منځي جګړو حالت او ناخوالې متصور کړو او ووایو چې هغه وخت مو څه غوښتل چې باید څه وشي او بیا وګورو چې اوس په کوم حالت کې یو ایا تر ډېره مو هغه ارمانونه پوره شوي نه دي ؟!؛ بیا به مو سر خلاص او سترګې رڼې شي چې څومره لاسته راوړنې لرو او د پرمختګ په لور مو څومره مزل کړی !!
د طالبانو اسلامي تحریک اوپه تحریک کې بیا د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد د شخصیت الهي لورینه اوپه ټوله کې اسلامي امارت زمونږ د ګران هېواد او مسلمان مجاهد ولس لپاره په رښتیا هم چې تل د نجات او سرلوړۍ سبب ګرځېدلی، خو له بده مرغه بهرنیو مداخلو یې احسان زمونږ په خلکو ورک او کارنامې یې کم رنګه کړې دي .
له نورو ډېرو هغو مثبتو کړنو او لاسته راوړنو به تېر شو چې په تېر یوکال کې اسلامي امارت لاسته راوړې، یواځې پر یوې به یوڅه وغږیږو، دځمکو د چور اوتالان د هغه ناورین په اړه به یې جدیت ته پام وکړو چې دا تېر څلوېښت کاله ښه په خرت روان و او ډېرو زورورو دعوه دارانو یې په مخنیوي کې یو فیصد کړنه هم ترسره نه کړه، بلکې د همدغو لویو لویو دعوو او نسبتونو سره سره پکې په خپله ښکېل وو.
د دولتي ځمکو دغصب د مخنیوي او استرداد لوړ پوړي کمېسیون په دې وروستیو کې په یو لړ جدي هڅو لاس پورې کړی، د هېواد د مرکز په شمول په ټولو ولایاتو کې قاطع ماموریت ترسره کوي او هره ورځ په زرګونو جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځوي ، دا هغه چاره ده چې ناشونې بلل کېده او زموږ ولس ته په یوه رواني ناروغۍ بدله شوې وه .
خو الحمد لله چې اسلامي امارت دې کار ته په ټوله معنی متوجه شو دا چاره یې په خپلو لومړیتوبونو کې راوسته اود ځمکو دغصب دمخنیوي ښه باصلاحیته کمېسیون یې ورته ټاکلی.
د یادکمېسیون غړي داسلامي امارت لوړ رتبه مسؤلین دي چې د هېواد لري پرتو سیمو ته په ډېر اهتمام او جدیت سفرونه کوي او په خپل دغه کار کې له خورا دقت او تحقیق څخه کار اخلي.
مونږ په داسې حال کې چې د اسلامي امارت دغه کړنه ستايو او د ولس دغږ ځواب یې بولو ، اسلامي امارت ته د هېواد ساتنې په دغه ډول ټولو اقداماتو کې لابری غواړو، هیله کوو چې دغه پروسه په لا جدیت تر وروستي حده تعقیب، غاصبینو ته سزا او مستحقینو ته خپل حق ور ورسوي .