ډاډمن امنيت او د هوسا ژوند اميدونه

د ورځې خبره له کومې ورځې چې له هيواد څخه د اشغال تور ټغر ټول شوی او د چارو واګي اسلامي امارت لاس کې اخيستي، په هيواد کې سرتاسري ډاډمن امنيت ټينګ شوی، اوس هرڅوک په ډاډه زړه خپل کار کولی شي، زده کوونکي په ډاډه زړه ښوونځيو ته ځي او ټول هيوادوال له هر […]

د ورځې خبره

له کومې ورځې چې له هيواد څخه د اشغال تور ټغر ټول شوی او د چارو واګي اسلامي امارت لاس کې اخيستي، په هيواد کې سرتاسري ډاډمن امنيت ټينګ شوی، اوس هرڅوک په ډاډه زړه خپل کار کولی شي، زده کوونکي په ډاډه زړه ښوونځيو ته ځي او ټول هيوادوال له هر ډول ويرې پرته د هيواد هرې سيمې ته د تجارت او سياحت سفرونه کولی شي.
ډاډمن امنيت نه يوازې د سياحت، بلکې د تعليم، تجارت، صنعت، زراعت او نورو برخو کې هم پرحکومت د ملت او نړيوالې ټولنې باور زياتوي، چې ورسره د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګونې لارې او زمينه برابروي او افغانستان د يو دايمي ثبات لور ته ځي. امنيت او پرمختګ له يو بل سره تړلي دي، هغوی چې ډېر پرمختللي او د پرمختګ لوړو پوړونو ته رسيدلي دي، ښه ډاډمن امنيت لري او هغوی بيا د پرمختګ له قافلې هغومره وروسته پاتې دي، چې په کومه کچه يې امنيت او ثبات کمزوری دی.
که څه هم د افغانستان جغرافيوي موقعيت، پراخې طبيعي زيرمې، پريمانه اوبه او مناسبه هوا، د پرمختګ او ترقۍ لاملونه دي؛ خو بيا هم افغان ملت په تېرو څلورو لسيزو کې د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې دی، د دې له ټولو ستر لامل د ثبات او ډاډمن امنيت نه شتون و. له نېکه مرغه اوس چې الحمدلله په هېواد کې سرتاسري امنيت تامين دی، د پرمختګ او ترقۍ لپاره نوي اميدونه راټوکېدلي دي.
اوس د هېواد د رغونې او پرمختګ لپاره له هر بل وخته زيات فرصتونه رامنځته شوي.
افغان ملت او حکومت بايد په ګډه ددې ستر نعمت شکر پرځای کړي او د هيواد د پرمختګ لپاره شپه او ورځ کار وکړي، حکومت بايد پانګوالو ته د پانګونې زمينه مساعده کړي او پانګوال هم بايد د نورو هيوادونو پرځای خپل هيواد کې پانګونې ته ترجيح ورکړي، شرکتونه او کارخانې جوړې کړي او په ټول توان هڅه وشي، چې هيواد مو پر ځان بسيا او پر خپلو پښو ودريږي.
ثبات او ډاډمن امنيت د پرمختګ لپاره مهم دي، خو د پرمختګ پرلور حرکت او هلې ځلې هم اړينې دي، که د سيمې د هيوادونو اقتصادي حالت وارزول شي، چين په ډېر لږ وخت کې ډېر پرمختګ کړی او لامل يې دا دی، چې په چين کې د ثبات او امنيت تر څنګ خوځښت هم موجود دی او ټول وګړي يې د خپل هيواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار کوي. پايله دا چې اوس له بل هر وخته زيات د افغانستان د پرمختګ لپاره شرائط ښه مساعد دي، بشپړ امنيت تامين دی، هر څوک په خلاص مټ کار کولی شي، د هيواد ټولو سيمو ته په ازاد ډول او له هر ډول ويرې پرته سفر کې هيڅ ستونزه نشته، اوس ملت او حکومت دواړه مسئوليت لري، چې له دغه طلايي فرصت څخه سالمه ګټه پورته کړي او د هيواد د ابادۍ او سمسورتيا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.