د اقصی غميزه او د مسلمه امت وېشلی حالت

د ورځـــــــــــــــې خــــــــــــــــــــــــبره لسګونه کاله وړاندې په ۱۹۴۸م کال کې د اسراييلي اشغالګرو او عربي هيوادونو ترمنځ د هغو فلسطیني سیمو پر سر جګړه پيل شوه، چې اسراييلو په زور نيولې وې. له شاوخوا يو کال جګړې وروسته اسراييلو جګړه وګټله او ټولو عربي هيوادونو ته يې ماته ورکړه، له هغه راهيسي دا دی څه […]

د ورځـــــــــــــــې خــــــــــــــــــــــــبره

لسګونه کاله وړاندې په ۱۹۴۸م کال کې د اسراييلي اشغالګرو او عربي هيوادونو ترمنځ د هغو فلسطیني سیمو پر سر جګړه پيل شوه، چې اسراييلو په زور نيولې وې.
له شاوخوا يو کال جګړې وروسته اسراييلو جګړه وګټله او ټولو عربي هيوادونو ته يې ماته ورکړه، له هغه راهيسي دا دی څه باندې اويا کاله کيږي، چې اسراييلو د فلسطين ډیرې برخې تر خپل اشغال لاندې ساتلي او پر بېچاره فلسطينيانو ډول- ډول ظلمونه کوي.
د بشري حقونو نړيوال بنسټونه او سازمانونه دا هر څه ويني، ننداره کوي يې او يوازې د غندنې او د دغو جرمونو د بندولو لپاره هم غږ نه پورته کوي.
له دغو ټولنو او ادارو يوازې د همدغسې برخورد تمه کيدلی شي، په افغانستان، عراق او نورو هيوادونو کې د امریکا او ناټو د جرمونو په اړه يې هم غبرګون همدغسې يو طرفه او د مجرمانو په ملاتړ و.
د قدس او اقصی قضيه يوازې د فلسطينيانو د خاورې قضيه نه ده، چې يوازې په فلسطينيانو پورې اړه ولري، بلکې اقصی د مسلمانانو لومړنۍ قبله او د ټولو مسلمانانو لپاره سره کرښه ده.
اوس په نړۍ کې له دوو ملياردو ډېر مسلمانان اوسيږي او شاوخوا ۵۷ هيوادونه لري، خو بيا هم د فلسطين د قضيې په هکله يوه خوله نه دي، هر يو يې جلا ليدلوری او نظر لري او ځينو خو يې لا اسراييل په رسميت هم پېژندلي او رسمي اړيکې ورسره پالي.
د اقصی په هکله د مسلمه امت دغه ويشلی حالت او ليدلوری د ډېرې خواشينۍ وړ دی، مسلمان هيوادونه بايد د خپلو ديني او مذهبي مشترکاتو په هکله متحده پاليسي او ليدلوری ولري.
که چېرته د نړۍ ټول مسلمانان، په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو حکومتونه، له هر ډول توپير او تبعيض پرته د ټولو مسلمانانو له حقونو دفاع خپل مسؤلیت او لومړيتوب وګڼي، هيڅکله به نور ملتونه مسلمانانو ته ان د پورته کتلو توان هم ونه لري.
خو که زموږ حالت همداسې ويشلی و او هر هيواد د ځان ګټې ته کتل، هميشه به د لوېديځ او د هغوی د ايتلافيانو چړې د مسلمانانو پر وينو ککړې وي او موږ به تل قرباني ورکوو.!
لسګونه کاله وړاندې په ۱۹۴۸م کال کې د اسراييلي اشغالګرو او عربي هيوادونو ترمنځ د هغو فلسطیني سیمو پر سر جګړه پيل شوه، چې اسراييلو په زور نيولې وې.
له شاوخوا يو کال جګړې وروسته اسراييلو جګړه وګټله او ټولو عربي هيوادونو ته يې ماته ورکړه، له هغه راهيسي دا دی څه باندې اويا کاله کيږي، چې اسراييلو د فلسطين ډیرې برخې تر خپل اشغال لاندې ساتلي او پر بېچاره فلسطينيانو ډول- ډول ظلمونه کوي.
د بشري حقونو نړيوال بنسټونه او سازمانونه دا هر څه ويني، ننداره کوي يې او يوازې د غندنې او د دغو جرمونو د بندولو لپاره هم غږ نه پورته کوي.
له دغو ټولنو او ادارو يوازې د همدغسې برخورد تمه کيدلی شي، په افغانستان، عراق او نورو هيوادونو کې د امریکا او ناټو د جرمونو په اړه يې هم غبرګون همدغسې يو طرفه او د مجرمانو په ملاتړ و.
د قدس او اقصی قضيه يوازې د فلسطينيانو د خاورې قضيه نه ده، چې يوازې په فلسطينيانو پورې اړه ولري، بلکې اقصی د مسلمانانو لومړنۍ قبله او د ټولو مسلمانانو لپاره سره کرښه ده.
اوس په نړۍ کې له دوو ملياردو ډېر مسلمانان اوسيږي او شاوخوا ۵۷ هيوادونه لري، خو بيا هم د فلسطين د قضيې په هکله يوه خوله نه دي، هر يو يې جلا ليدلوری او نظر لري او ځينو خو يې لا اسراييل په رسميت هم پېژندلي او رسمي اړيکې ورسره پالي.
د اقصی په هکله د مسلمه امت دغه ويشلی حالت او ليدلوری د ډېرې خواشينۍ وړ دی، مسلمان هيوادونه بايد د خپلو ديني او مذهبي مشترکاتو په هکله متحده پاليسي او ليدلوری ولري.
که چېرته د نړۍ ټول مسلمانان، په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو حکومتونه، له هر ډول توپير او تبعيض پرته د ټولو مسلمانانو له حقونو دفاع خپل مسؤلیت او لومړيتوب وګڼي، هيڅکله به نور ملتونه مسلمانانو ته ان د پورته کتلو توان هم ونه لري.
خو که زموږ حالت همداسې ويشلی و او هر هيواد د ځان ګټې ته کتل، هميشه به د لوېديځ او د هغوی د ايتلافيانو چړې د مسلمانانو پر وينو ککړې وي او موږ به تل قرباني ورکوو.