د نشه يي توکو ناوړه اغېزې او په وړاندې يې د اسلامي امارت پرېکنده دريځ

د ورځې خبره د الله تعالی له لوري پيدا شوې پاکه او د انساني ژوند لپاره له ټولو ښايسته او مناسبه نړۍ اوسمهال د ځينو انساني کړنو له امله له يو لړ جدي صحي او ټولنيزو ستونزو سره مخ ده او د هوسا ژوند تېرول په کې ورځ تر بلې ناشوني کېږي. د چاپېريال ککړتيا […]

د ورځې خبره

د الله تعالی له لوري پيدا شوې پاکه او د انساني ژوند لپاره له ټولو ښايسته او مناسبه نړۍ اوسمهال د ځينو انساني کړنو له امله له يو لړ جدي صحي او ټولنيزو ستونزو سره مخ ده او د هوسا ژوند تېرول په کې ورځ تر بلې ناشوني کېږي.
د چاپېريال ککړتيا او د نشه يي توکو پراخ استعمال هغه ننګونې دي، چې ټوله نړۍ ګواښي او نږدې ټول ژوندي ژوي يې له ناوړه اغېزو کړيږي. که څه هم ستر نړيوال هيوادونه د دغو ستونزو په وړاندې د مبارزې په نامه تر مختلفو عنوانونو لاندې نړيوالې غونډې جوړوي؛ خو که له شعاري مبارزې ورهاخوا لږ دقيق نظر وشي، همدغه هيوادونه د خپلو ګټو لپاره د چاپېريال د ککړتيا او د نشه يي توکو د پراخ توليد عاملين دي.
دوه لسيزې وړاندې چې کله امريکا او ناټو د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ، پر نورو ناخوالو سربېره يې افغان ملت ته د نشه يي توکو د توليد او اعتياد ډالۍ هم راوړه. د اشغال په ټوله کرغېړنه دوره کې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو له ټولو ستر توليدوونکی هيواد يادېده او په دغې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شاوخوا څلور ميليونه افغانان د نشه يي موادو پر استعمال روږدي شول.
دا هر څه اتفاقي نه وو، بلکې د يو منظم پلان له مخې د خپلو ګټو لپاره کېدل او پر افغانستان د يرغل موخو کې يوه دا هم وه، چې امريکا په ډېره هوښيارۍ او مکر دلته د نشه يي موادو پراخ توليد وکړي او له دې درکه ټريليونونه ډالره عوايد ترلاسه کړي.
واک ته له رسېدو وروسته اسلامي امارت ته پر اداري فساد او اقتصادي ستونزو سربېره د نشه يي موادو پراخ توليد او استعمال هم يوه ستره جدي ستونزه وه، خو له نېکه مرغه چې اسلامي امارت په دې برخه کې پرېکنده دريځ لري، په ټول هيواد کې يې د کوکنارو کښت غير قانوني اعلان کړی او د هر ډول نشه يي توکو پر توليد، قاچاق او استعمال يې کلک بنديز لګولی دی.
خو له ټولو مهمه دا ده چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د عامه پوهاوي لپاره رسنۍ، ديني عالمان، ښوونکي او نور پوهان خپل رسالت ادا کړي او ملت د نشه يي موادو د استعمال او توليد له زيانونو خبر کړي او دغه راز حکومت هم مسئولیت لري چې له بنديز سره سره کروندګرو ته بديلې لارې چارې پيدا کړي او د کوکنارو پر ځای ورته د زعفرانو، غنمو، وریجو، انجې او نورو ګټورو اجناسو د کرلو امکانات برابر کړي، چې په دې سره به نه يوازې د نشه يي توکو د توليد مخه ونيول شي، بلکې تر ډېره حده به د خلکو اقتصادي ستونزې هم راکمې شي.