نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په شمال زون کې د بلخ او فاریاب ولایتونو له مرکزونو پرته یاد زون په مکمل ډول د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا تصفیه او ډاډمن امن ورکې تأمین دی. په شمال سربیره په جنوب لویديځ زون کې هم د فراه او نیمروز ولایتونو مرکزونه فتح او د متباقي هغو د تصفیې پروګرام په بریالیتوب […]
په دریو ورځو کې د (6) ستراتیژکو ولایتونو تصفیه کول له اسلامي امارت سره د ولسي حمایت تر ټولو ښه بیلګه ګڼل کیږي. په نیمروز، جوزجان، تخار، قندوز او سرپل ولایتونو کې اسلامي امارت ته د رژیم د بي شمیره نظامي ځواکونو تسليميدل د دې ښکارندوینه کوي چې هغوی نور په خپلو چارواکو باور له […]
د اسلامي امارت له لوري د (200) ولسوالیو تر فتحه کولو وروسته د ولایتي مرکزونو فتح کول په هیواد کې د ګډوډي د ختمولو او امن د ټینګښت په لاره کې یو ښه پرمختګ دی. د الله تعالی په نصرت او د فتح کړل شویو ولایتونو د خلګو په همکارۍ مجاهدین وتوانیدل چې له هیڅ […]
پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي میرمن ديبورا لیونز د یاد سازمان په هغې غونډه کې چې د کابل رژیم په غوښتنه رابلل شوې وه وویل چې افغانستان یوه خونړي وضعیت ته د داخلیدو په حال کې دی. که د هلمند، نیمروز، هرات او قندوز وضعیت ته د یبورا لیونز له څرګندونو څخه […]
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلولسن له یوې محلې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې سیمو کې داسې کړنې ترسره کیږي چې هغه په ښکاره د بشري حقونو د نقض معنی لري. نوموړي د ولسي خلګو د مالونو د لوټولو، د عام المنفعه تأسیساتو […]
نن د اشرف غني ولسي جرګې په هیواد کې د جګړه ييز وضعيت د تشديد لپاره یو فرمایشي اعلامیه خپره کړه. په یاده اعلامیه کې د کابل ادارې د مشر هغه شعارونه راوړل شوې چې د خپلې فاسدې واکمنۍ له پیله یې تکراروي. په دې کې شک نشته چې اشرف غني او د هغه امنیتي […]
له تیرې یوې اوونۍ راهیسي د کابل رژیم هوايي ځواکونو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې یو شمیر عام المنفعه تأسیسات بمبار او له منځه وړي دي. په یادو تأسیساتو کې ى بيلګې په ډول د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مدیریت، د آريانا په نوم د هلمند ولایت […]
دم ګړۍ د هیواد اووه عائداتي بندرونه د اسلامي امارت تر واكمنۍ لاندې دي. د شیرخان بندر، آی خانم، ابونصر فراهي ، تورغونډۍ ، اسلام قلا او سپین بولدک ګمرکونه کوم چې میاشتنی عائد یې د کابل ادارې د مالیې وزارت د چارواکو په وینا ۷.۳ مليارده افغاني و اوس ټول د اسلامي امارت ترلاس […]
د کابل اداره په خپلو اړونده رسنیوکې تل اسلامي امارت د بیان د آزادي په ګواښلو تورنوي. خو په يوه تازه پیښه کې د یادې ادارې مربوط د کندهار ولایت امنیتي چارواکو هغه خبریالان نیولي کوم چې د سپین بولدک ولسوالۍ ته د خبري پوښښ لپاره تللي او غوښتل یې هلته شته واقعیتونه له خپلو […]
دا چې د متعال رب جل جلاله په نصرت او د افغان مجاهد ولس د بې دریغه قربانیو او تاریخي مقاومت په نتیجه کې اشغالګرو ومنله چې ټکنالوجي، جنګي وسایل، ډالر او سیاسي فریبونه یې دغیرت او میړاني په ټاټوبي کې نور دعملي کیدو اوتطبیق وړنه دي او د خلاصون لار یې د افغانستان ترک […]
د سپین بولدک ولسوالۍ په شمول د اسلامي امارت لخوا د خواوشا (۲۰۰) ولسوالیو تر تصفیې وروسته هلته امنیت تأمین او د هر ډول بي نظمي مخه نیول شوې. د کابل رژیم چې په پوځي لحاظ د مجاهدینو په وړاندې له ښکاره ماتې سره مخ دی په نشراتي لحاظ یې د هغوي خلاف پراخ تبلیغاتي […]
د هیواد په نیږدي (۲۰۰) نویو تصفیه شویو ولسوالیو کې چې د هیواد د جغرافیې یوه لویه برخه تشکیلوي د اسلامي امارت اولنی اقدام د ثبات تأمین او د ګډوډي له منځه وړل دي. ځکه امن د ژوند د نورو ټولو سهولیتونو لپاره د بنسټ حیثیت لري، چیرته چې امن نه وي هلته د انساني […]
وروسته تر دې چې د اسلامي امارت دیپلوماتیکو هيأتونو ایران ، روسیې فدراسیون او ترکمنستان هیواد ته بریالي سفرونه وکړل د انګلستان د دفاع وزیر ډاډ څرګند کړی چې که اسلامي امارت واک ته ورسيږي، برتانيا ورسره ګډ تعامل کولای شي. د روسیې فدراسیون په شمول ګاونډیو هیوادونو ته د اسلامي امارت د لیږل شویو […]
له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د کابل ادارې د ځواکونو مورال سخت ځپلی او د مجاهدینو په مقابل کې یې د مقاومت هر ډول وړتیا له لاسه ورکړې ده. هماغه ده چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې یاد ځواکونه له هیڅ ډول مقاومت پرته د دښمن لیکي پریږدي او له […]
پرون د کابل ادارې مشر او ورسره پلاوي یې خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د خپل عادت له مخې څو بې ربطه چیغې او بې توازنه خبرې وکړي، هغه داسې فکر کاوه چې څوک یې په کذب او لافو، پوچو وعدو او الزامونو نه پوهیږي. ډاکټرغني په ډیرې سپین سترګی وویل چې […]