د عام المنفعه تأسیساتو تخریب د جنګي جنایت په توګه

له تیرې یوې اوونۍ راهیسي د کابل رژیم هوايي ځواکونو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې یو شمیر عام المنفعه تأسیسات بمبار او له منځه وړي دي. په یادو تأسیساتو کې ى بيلګې په ډول د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مدیریت، د آريانا په نوم د هلمند ولایت […]

له تیرې یوې اوونۍ راهیسي د کابل رژیم هوايي ځواکونو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې یو شمیر عام المنفعه تأسیسات بمبار او له منځه وړي دي.
په یادو تأسیساتو کې ى بيلګې په ډول د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مدیریت، د آريانا په نوم د هلمند ولایت د بست تخصصي روغتون او د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ تعمیر د یادولو وړ دي.
دا د کابل رژیم تنها د یوې اوونۍ د جنایتونو یادونه ده چې د یادو عام المنفعه تأسیساتو پر تخریب سربیره ورکې ګڼو ولسي خلګو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نظامي مقرراتو له مخې د ملکي عام المنفعه تأسیساتو په نښه کول او له منځه وړل جنګي جرم او عاملین یې تر مؤاخذې لاندې نیول کیږي.
په هلمند غوندي ولایت کې چې تل د بمباریو او جګړو هدف وي د دغه ډول مجهز شخصي روغتون بمبارول له شکه پرته چې ستر جرم او د سیمې له بیوزله خلګو سره ستره جفا ده.
د کابل رژیم وارخطا ځواکونه چې د مجاهدینو په مقابل کې یې د مقاومت توان له لاسه ورکړی له ولسي خلګو څخه د انتقام په غرض عام المنفعه تأسیسات او ولسي تجمعات د خپلو بمونو او توپونو هدف ګرځوي.
د رژیم هوايي ځواکونه د عام المنفعه تأسیساتو ترڅنګ د هغو ولسوالیو ودانۍ او نور مربوط تعميرونه هم بمباروي کوم چې د دوي له ولكې وتلې او ملکي چارې یې د سیمي د ولسي خلګو په مرسته تر سره کیږي .
ملکي تأسیسات د ولس هغه ګډه شتمني ده چې د جنګ او سولې په حال کې د بايد د هغو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي.
د رژیم مورال بایللي نظامي چارواکي چې په خپلو ړندو بمباریو او توپونو سره یاد مراکز په نښه کوي باید و پوهیږي چې یوه ورځ نه یوه ورځ به خامخا د دغو بشرضدجنایتونو له سوال ځواب سره مخ کیږي.
ځکه ولس د دوي د ټولو جنایتونو شاهد دی او د حساب په ورځ به تري حتما د دغو ناروا کړنو په اړه تري پوښتنه کوي.