د افغانستان اقتصادي ځان بساینې لپاره د اسلامي امارت لید لوری

لیکنه: ح.ن د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د افغانستان اقتصادي ځان بساینې ته ځانګړې پاملرنه شوې. اسلامي امارت له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې هڅه پیل کړې ترڅو په ملي کچه اقتصادي تحرک رامنځته او د هېواد د اقتصادي ځان بساینې لپاره ګټور او عملي اقدامات ترسره شي. په دې لیکنه کې […]

لیکنه: ح.ن

د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د افغانستان اقتصادي ځان بساینې ته ځانګړې پاملرنه شوې. اسلامي امارت له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې هڅه پیل کړې ترڅو په ملي کچه اقتصادي تحرک رامنځته او د هېواد د اقتصادي ځان بساینې لپاره ګټور او عملي اقدامات ترسره شي. په دې لیکنه کې پر یو شمېر اړینو اقداماتو تمرکز شوی دی.
واک ته د رسېدو وروسته، اسلامي امارت ته یو داسې اقتصادي چاپېریال په میراث ورسېد، چې د لسیزو جګړو، بې ثباتۍ او د نړیوالو بندیزونو، په پوره توګه ځپلۍ وو. په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ وو چې دا په خپله د کاذب اقتصاد رامنځته کولو لپاره لاره هواره کړې وه. له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلو او د پخواني حکومت له نسکورېدو سره سم، اسلامي امارت د هېواد د اقتصاد د حیا کولو، بیاروغولو او پیاوړي کولو او همدارنګه د حکومتوالۍ د ټولو چارو د جاري او منظم ساتلو لپاره رېښتنې او هر اړخیزې هڅې پیل کړې.
اسلامي امارت د اقتصادي تحرک د رامنځته کولو او اقتصادي ځان بساینې لپاره پر یو شمېر مهمو سکټورونو لکه معادن، کرنه، صنعت او خدماتو ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه روانه ده ترڅو د هېواد په کچه عایداتي سرچینې فعالې او پر نورو اتکا کمه شي.
اسلامي امارت د عوایدو د زیاتوالي او د مصارفو د مدیریت په موخه مالي پالیسي پلي کولو ته لومړیتوب ورکړی او هڅه روانه ده ترڅو فساد سره د مبارزې له لارې، عامه لګښتونه منطقي کړي او د مالیاتو په سیستمونو کې سمون رامنځته شي.
د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د زیربناو رغول اړین دي. اسلامي امارت د سړکونو، برېښنا، مخابراتو، ټکنالوجۍ او د اوبو د زیرمو د مدیریت په برخه کې د پانګونې لپاره اړین فرصتونه برابر کړي ترڅو په ټول هېواد کې د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې مهیا شي او اقتصادي فعالیتونه وده وکړي.
د اسعارو ثبات او د انفلاسیون کنټرول د اقتصادي ثبات لپاره مهم دي. اسلامي امارت د هېواد مرکزي بانک د پیاوړي کولو، د بانکدارۍ سکتور تنظیمولو او د قیمتونو د ثبات ساتلو او همدارنګه د پانګوالو د اطمینان په خاطر، د سمو پولي سیاستونو پلي کولو ته لومړیتوب ورکړی.
د دې لپاره چې وارداتي توکو باندې اتکا کمه شي، اسلامي امارت د کورني تولیداتو هڅونې ته اړین فرصتونه برابر کړي او هڅه روانه ده چې د کورني صنعتونو او متشبثینو د ملاتړ، سبسایډۍ او د سوداګرۍ اسانتیاو په رامنځته کولو سره دا لړۍ لا پیاوړې او اغېزناکه کړي.
افغانستان د طبیعي زیرمو لکه منرالونو، طبیعي ګازاتو او د اوبو او برېښنا له اړخه یو بډایه هېواد دی. اسلامي امارت له دغو زیرمو او امکاناتو څخه په سالمې او دوامداره استفادې، هڅه کوي ترڅو د هېواد عواید لوړ او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
اسلامي امارت د سیمه ییز اقتصادي همکاریو په لټه کې دی ترڅو په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې بهیر پراخ شي. اسلامي امارت په سمیه ییز سوداګریزو تړونونو کې د ګډون او له ګاونډیو هېوادونو سره د ديپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو له لارې هڅه کوي ترڅو افغانستان د سیمې په کچه په اقتصادي منظر کې شامل شي او رغنده رول ولوبوي.
د سیمې د هېوادونو سربېره، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره پر ډیپلوماټیکو، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو بوخت دی ترڅو اوسنی نظام په رسمیت وپېژندل شي او د ډيپلوماسۍ او باور جوړولو په دګر کې رېښتني ګامونه پورته شي.
اسلامي امارت د کورني او بهرني پانګونې د جذب لپاره د نظام په ساختارونو کې اړین اصلاحات رامنځته کړي او د شفافو مقرراتو او کړنلاره په پلي کېدا سره، هڅه روانه ده ترڅو په ټولو برخو کې پانګونې او اقتصادي فرصتونو ته زمینه برابره شي.
د فقر، بې وزلۍ او ټولنیزې نابرابرۍ د لمنځه وړولو لپاره جدي او هر اړخیز اقدامات ترسره شوي او اسلامي امارت ژمن دی چې د یو شمېر ګټورو پروژو په تطبیق سره، شته ستونزې حل کړي او هېوادوالو ته د یوه ډاډمن او هوسا ژوند زمینه برابره کړي.
زده کړې، مهارتونه او روغتیايي خدمات، د یوې ټولنې د ودې او پیاوړتیا لپاره خورا اړین دي. اسلامي امارت د هېواد په کچه د بشري ځواک د وړتیاو د لوړولو او پیاوړتیا په موخه ښوونې، روزنې، حرفوي زده کړو او روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې.
د هر اقتصادي فعالیت په تطبیق کې چاپېریال ساتنه اړینه ده. اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې مقررات پلي کېدا ته هر اړخیزه پاملرنه کړې او د تجدید وړ انرژي د ودې، د اقلیمي بدلون د خطرونو د کمولو او همدارنګه، د راتلونکو نسلونو لپاره طبیعي زیرمو خوندي کولو په برخه کې هڅې روانې دي.
د اقتصادي ځان بسیاینې په لور د اسلامي امارت دغه سفر له ننګونو ډک دی، خو د اوسني نظام کاري استقامت، هوډ او ستراتیژیک لید ته په کتو، لرې په نه وي چې افغانستان په ټولو برخو کې ځان بساینې ته ورسیږي او د سیمې هېوادونو په کتار کې د یو سیال هېواد په توګه څرګند شي. اسلامي امارت سربېره پردې چې د نړیوالو له لوري له راز راز بندیزونو سره مخ دی، خو له خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې هڅه روانه ده ترڅو هېواد د ترقۍ، سوکالۍ او ابادۍ پر لور ګام پورته کړي او ټولو هېوادوالو ته د یو ډاډمن او هوسا ژوند زمینه برابره شي.