افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی

د ورځې خبره د افغانستان اسلامي امارت له واکمنۍ سره سم عمومي عفوه اعلان شوه او په دغه عفوه کې ټول هغه کسان شامل شول، چې له تیر حکومت سره یې دنده او همکاري درلوده.دا عفوه ددې لامل شوه چې د پخواني حکومټ ډیری چارواکي په هېواد کې پاته شي او د عادي وګړو په […]

د ورځې خبره

د افغانستان اسلامي امارت له واکمنۍ سره سم عمومي عفوه اعلان شوه او په دغه عفوه کې ټول هغه کسان شامل شول، چې له تیر حکومت سره یې دنده او همکاري درلوده.دا عفوه ددې لامل شوه چې د پخواني حکومټ ډیری چارواکي په هېواد کې پاته شي او د عادي وګړو په څېر ژوند ورکړي.
له فتحې وروسته د امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې سره سم د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړ شو، چې په پوره جدیت یې فعالیت پیل کړ او د پرله پسې هڅو په پایله کې یې د پخواني حکومت ګڼو چارواکو د مصؤنیت کارتونه ترلاسه کړل او ګڼ نور چې بهر میشت وو بیرته هېواد ته را ستانه شول.
افغان ولس باید په دې وپوهیږې چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی. پر هېواد د اسلامي امارت تر واکمنۍ ورسته،چې په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی ، د افغانستان هر وګړی کولای شي، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ تر چتر لاندې د خپل کار، سوداګرۍ او خپلو کورنیو لپاره د یو روښانه راتلونکي هېله ولري.ځینې سوداګر چې د اوږدې جګړې او شته ستونزو له امله یې خپلې سوداګرۍ له افغانستان نه بهر لیږدولې وې ،د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر د هڅو په لړ کې بیرته خپل هېواد ته را ستانه شول او په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې، د خلکو د هوساینې او د فقر د له منځه وړلو لپاره کار فعالیت کوي.
هغه افغانان چې په بهر کې اوسیږي په ځانګړې ډول افغان سوداګر، پانګوال، افغان شخصیتونه، او ان د تیر حکومت چارواکي؛ باید په دې وپوهیږي،چې هېڅ پردی هېواد د ژوند ، کار یا سوداګریزو فعالیتونو لپاره د خپل هېواد په څېر مناسب نه شي کیدای.
اسلامی امارت واک ته تر رسیدو ورسته له یوې خوا هڅه کوي،چې بهر میشتي افغانان، سوداګراو افغان شخصیتونو بیرته خپل هېواد ته را ستانه کړي او له بلې خوا یې مهمه هڅه دا ده چې د ملي سوداګرو او پانګوالو لپاره د سوداګرۍ پانګونې مناسب شرایط او د افغانانو لپاره مناسب کاري فرصتونه برابر کړي.د خصوصي سکتور د فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره کوښښ کوي،د خصوصي سکتور د فعالیتونو په وړاندې هغه ټول خنډونه له منځه یوسي،چې د تیر حکومت لخوا جوړ شوي وو.
ولس باید د افغانستان د اسلامي امارت پر حکومت چې له متدینو مشرانو تشکیل شوی، باور وکړي.
د هېواد د اقتصادي وضیعت د بدلون او اقتصادي ځان بسیاینې لپاره له حکومت سره هر اړخیزه همکاري تر سره او خپلې هڅې د هېواد د ابادۍ په لاره کې دریغ نه کړي.