په جعلي او شعاري رتبو پکتیا نه نیول کیږي!!

پرون د کابل ادارې مشر او ورسره پلاوي یې خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د خپل عادت له مخې څو بې ربطه چیغې او بې توازنه خبرې وکړي، هغه داسې فکر کاوه چې څوک یې په کذب او لافو، پوچو وعدو او الزامونو نه پوهیږي. ډاکټرغني په ډیرې سپین سترګی وویل چې […]

پرون د کابل ادارې مشر او ورسره پلاوي یې خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د خپل عادت له مخې څو بې ربطه چیغې او بې توازنه خبرې وکړي، هغه داسې فکر کاوه چې څوک یې په کذب او لافو، پوچو وعدو او الزامونو نه پوهیږي.

ډاکټرغني په ډیرې سپین سترګی وویل چې امریکایان هغه په عزت له افغانستان څخه وویستل.
افغان ولس او نړۍ شاهده ده چې اشرف غني، عبدالله او د کابل ادارې نورو چارواکو په څومره قوت او لجاجت هڅې وکړې، امریکا، اروپا او دناټو غړو هیوادونو ته یې مکرر سفرونه وکړل، د دغوهیوادونو پارلمانونو او تاثیرګوزاره ټولنو اوسازمانونو ته په ننواتي او عذرونو ورغلل، ګڼې لابيانې يې وکړې تر څو امریکایان له افغانستان څخه له وتلو راوګرځوي.

کله چې د ټرمپ پر ځای جوبایډن د امريکا ولسمشر شو، اشرف غني اورژیم یې له خوښي په جاموکې نه ځایيدل او فکریې کاوه، چې نوموړی به د دوحې تړون مات او په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو په ساتلو ټینګار وکړي، په نوروهڅو سربیره اشرف غني ان د امریکا پخواني ولسمشر بوش ته هم لیک واستاوه، چې افغانستان کې جګړه تا د کومو اهدافولپاره پیل کړي وه، هغه اهداف تراوسه نه دي ترلاسه شوي، نوباید د امریکا په نوي دولت زور راوړي چې عسکر ونه باسي.

اشرف غني او سلګونه مشاورین یې په کاذب جرائت هڅه کوي، چې لمرپه دوو ګوتو پټ کړي.
په خوست کې اشرف غني په نورو اوتو بوتو سربیره د خپلې شړیدلي اردو عسکر مخاطب کړل چې که مو د پکتیا له لاسه تللې ګڼي ولسوالۍ او سیمې بیرته له طالبانو ونیولې، نو دجنرالۍ رتبې به ورکړي.

ډاکټر غني ته دې وویل شي، چې په شعاری او جعلي رتبو خپل فضیحانه شکست او نابودي بیرته نشي اعاده کولای،
د امریکا او ناټو د زرګونو عسکرو او منصبدارانو په سینو دې د افغانستان د ډیرو غازیانو او اسلافو تغمې اومډالونه وځړول، فکردې کاوه، چې په دغو شعاري مډالونو به هغوئ همیشه ستاترڅنګ ودریږي؛ خو تا ولیدل چې کله د افغانستان د خاورې او عظمت اصلي وارث اسلامي امارت ستا باداران وتلو ته اړکړل؛ ستا هغو مډالونو او چاپلوسیو هیڅ ځای ونه نيوه او کډې یې بار کړې.

کومو عسکرو چې د ټول هیواد په کچه نیږدې ۲۰۰ ولسوالۍ اسلامي امارت ته پرېښودې، هغوئ باندې کوم قوي جنګي فشارهم نه و وارد شوی، بلکي یوه درک او قضاوت دیته اماده کړل چې له مخالفت څخه لاس واخلي، نور هیواد او ولس د جنګونو او تباهیو خوراک ونه ګرځوي، همداعلت و چې اسلامي امارت د عسکرو تاریخي هرکلی وکړ، وې ستایل او ژمنه یې ورکړه چې د حالاتو له سمون سره سم به بیرته په وړو ځايونو کې د هېواد د ريښتوني خدمت جوګه ګرځي.

پورته کرښو او حقائقو ته په کتو د کابل رژیم منفور چارواکي باید پوه شي چې افغان ولس يې نور په دوکو، فریبونو، جعلي او بې اساسه وعدو اویا شعاري جنګي رتبو نه تېروځي.

يو څوک چې په ډېره لنډه موده کې د هيواد په ډېره برخه واکمن کېدلی شي، ارومرو د دغه تحرک او ځواک شاته یو داسې حقیقت اوقوت(د ملت ملاتړ) قرارلري، چې په لاپوشاپو او څو چیغو یې مخه نشي ډب کیدلی.