نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
وروسته تر دې چې د اسلامي امارت دیپلوماتیکو هيأتونو ایران ، روسیې فدراسیون او ترکمنستان هیواد ته بریالي سفرونه وکړل د انګلستان د دفاع وزیر ډاډ څرګند کړی چې که اسلامي امارت واک ته ورسيږي، برتانيا ورسره ګډ تعامل کولای شي. د روسیې فدراسیون په شمول ګاونډیو هیوادونو ته د اسلامي امارت د لیږل شویو […]
وروسته تر دې چې د اسلامي امارت دیپلوماتیکو هيأتونو ایران ، روسیې فدراسیون او ترکمنستان هیواد ته بریالي سفرونه وکړل د انګلستان د دفاع وزیر ډاډ څرګند کړی چې که اسلامي امارت واک ته ورسيږي، برتانيا ورسره ګډ تعامل کولای شي. د روسیې فدراسیون په شمول ګاونډیو هیوادونو ته د اسلامي امارت د لیږل شویو پلاویو سفرونه بریالي او هلته یې د یادو هیوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د ګډو مطبوعاتي کانفرانسونو په ترڅ کې نړۍ ته د اسلامي امارت سوله ییزه تګلاره واضح کړه. نړۍ ته د یوه مثبت تعامل اطمنان ، د هیواد په ډیره برخه د اسلامي امارت واکمنۍ او هلته ورکې د ګډوډي له منځه وړل نړیوال په دې قانع کړي چې اسلامي امارت د یوه مقتدر ځواک په توګه وپیژني او له هغه سره د افغان ولس د رسمي ممثل په حیث تعامل وکړي. په یوه تازه انکشاف کې د انګلستان د دفاع وزیر بین والاس د بریتانیې له ډیلي ټلیګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي که اسلامي امارت واک ته ورسيږي، برتانيا کولای شي رسما ورسره ګډ کار وکړي. د برتانیې د دفاع وزیرله دې څرګندونو څخه جوتیږي چې نړیوال اوس په دې معترف دي چې اسلامي امارت د افغان ولس د هیلو او غوښتنو د قانوني ممثل په حیث دا وړتیا لري چې باور ورباندې وشي او د رسمي نظام په حیث ورسره تعامل وشي. اسلامي امارت په خپلو رسمي اعلامیو او څرګندونو کې په تکرار سره دا حقیقت څرګند کړی چې له ټولې نړۍ سره د متبادل احترام په صورت کې د مثبتو اړیکوغوښتونکی دی. د اسلامي امارت داعیه د سولې ثبات او په افغانستان کې د یوه مقتدر اسلامي نظام د ټینګښت داعیه ده د هغې لپاره یې بیدریغه قربانۍ ورکړي او له خپل لوري د هغې پراساس له نړیوالو سره مثبت تعامل ته اماده دی.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.