د جګړې د تشدید لپاره د اشرف غني جګړه ییزې هڅې

نن د اشرف غني ولسي جرګې په هیواد کې د جګړه ييز وضعيت د تشديد لپاره یو فرمایشي اعلامیه خپره کړه. په یاده اعلامیه کې د کابل ادارې د مشر هغه شعارونه راوړل شوې چې د خپلې فاسدې واکمنۍ له پیله یې تکراروي. په دې کې شک نشته چې اشرف غني او د هغه امنیتي […]

نن د اشرف غني ولسي جرګې په هیواد کې د جګړه ييز وضعيت د تشديد لپاره یو فرمایشي اعلامیه خپره کړه.
په یاده اعلامیه کې د کابل ادارې د مشر هغه شعارونه راوړل شوې چې د خپلې فاسدې واکمنۍ له پیله یې تکراروي.
په دې کې شک نشته چې اشرف غني او د هغه امنیتي اورګانونه له خپل ولس سره په جګړه دي.
د هیواد په بیلابیلو برخو کې پر ولسي خلګو د اشرف غني ادارې هوايي بمباري او د توپونوویشتل د دې ادعاء ښکاره ثبوت دی.
پر هرات, هلمند او كندهار سربيره په نورو مختلفو ولایتونو کې همدا اوس د غني ځواکونه د يادوښارونو په ګڼ میشتو سیمو بمباري کوي او ولسي خلګو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړوي.
د ولس لپاره د غني د حکومت ټول محصول له فساد، نا امني او همدي ړندو بمباریو پرته بل هیڅ نسته.
ولسی جرګه که ریښتیا هم د ولس د رأیو ممثله جرګه وي باید نن له غني دا وپوښتي چې په هلمند کې تنکي ماشومان يي په کوم جرم شهیدان کړل؟!
د اشرف غني ولسي جرګه چې نن د ده په حمایت کې فرمایشي اعلامیې صادروي موخه یې تري فقط د اشرف غني د فاسدې واکمنۍ دوام او د هغه په ګټه د جګړییز وضعیت تشدید دی.
همدا وجه ده چې افغان مسلمان ولس اشرف غني او د هغه نصب شوې ولسي جرګه د ځان د استازي په حیث نه ؛ بلکې د ولسي قاتلینو په حیث پیژني.
د اشرف غني په مقابل کې د ولس واقعي اقدام خو هغه دی چې د هیواد تر دوه سوه زیاتې ولسوالۍ یې په څواوونیو کې د هغه د فاسدې ادارې له واکه تصفیه کړي.
افغان ولس په هیڅ صورت هغه نظام د ځان استازی نه ګڼي چې د پردویو د الوتکو او بمونو په زور پردوئ تحمیل شوی وي.
اوس چې د دې تحمیلي ادارې له سره د پردیو الوتکو او بمونو حمایه لیري شوې وبه کتل شي چې دا اداره څومره د ولسي پاڅون په مقابل کې د پاتي کیدو توان لري؟!