د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې څرګندونې بايد مسؤلانه وي!

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلولسن له یوې محلې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې سیمو کې داسې کړنې ترسره کیږي چې هغه په ښکاره د بشري حقونو د نقض معنی لري. نوموړي د ولسي خلګو د مالونو د لوټولو، د عام المنفعه تأسیساتو […]

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلولسن له یوې محلې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې سیمو کې داسې کړنې ترسره کیږي چې هغه په ښکاره د بشري حقونو د نقض معنی لري.
نوموړي د ولسي خلګو د مالونو د لوټولو، د عام المنفعه تأسیساتو د نړولو او له محاکمې پرته د پښو او لاسونو پریکولو تذکر کړی او په اخیر کې یې دا هم ویلي چې اروپايي ټولنه هیله منده ده چې د ده په باورولسي پاڅونونه به د اسلامي امارت په مقابل کې یو مثبت رول ولوبوي.
ښاغلي نیکلولس ته د اروپايي ټولنې د استازي په توګه دا په کار دي چې څرګندونې يې د کابل رژیم له تبليغاتو څخه متأثره نه وي.
نوموړی باید په خپلو څرګندونو کې د کابل رژیم هغو بمباریو ته توجه وکړي چې همدا اوس یې د هلمند په بیوزله ښاریانو باندې ترسره کوي.
نوموړی باید له کابل رژیم څخه دا وپوښتي چې د آریانو په نوم بُست تخصصي روغتون او همداراز بُست عام المنفعه پوهنتون يي ولي بمبار کړل.
که ښاغلی نیکلولسن ځانته دا حق ورکوي چې د افغانستان د وضعیت په اړه څرګندونې وکړي نو لومړی باید دلته شته واقعیتونه درک او د هغو په رڼاکې خپلې څرګندونې مستندي کړي.
هغوی باید دا جرئت وکړي چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې ساحې ته بي پري ژورنالیستان ولیږي ترڅو له هغو سیمو څخه پر واقعیت ولاړ راپورونه ترتیب او خپاره کړي.
د امریکا سفیراو د اروپايي اتحاديې استازي د بیان د آزادي د مدافعینو په توګه باید د هغو څلورو تنو ژورنالیستانو پوښتنه هم وکړي چې د واقعيتونو ترلاسه كولو په جرم له یوې اوونۍ راهیسي د کندهار په زندان کې پراته دي.
إسلامي امارت په کابل کې د امریکا سفارت ، اروپايي اتحاد او نور ټول دیپلوماتیک جهتونه دې ته رابولي چې خپلې څرګندونې په واقعیتونو مستندې او بیا خپرې کړي.
ځکه بي سنده شائعات پرته له دې چې د هغوی ديپلوماتیک حیثیت تر پوښتنې لادې راولې بله هیڅ ګټه نه لري.