نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي میرمن ديبورا لیونز د یاد سازمان په هغې غونډه کې چې د کابل رژیم په غوښتنه رابلل شوې وه وویل چې افغانستان یوه خونړي وضعیت ته د داخلیدو په حال کې دی. که د هلمند، نیمروز، هرات او قندوز وضعیت ته د یبورا لیونز له څرګندونو څخه […]
پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي میرمن ديبورا لیونز د یاد سازمان په هغې غونډه کې چې د کابل رژیم په غوښتنه رابلل شوې وه وویل چې افغانستان یوه خونړي وضعیت ته د داخلیدو په حال کې دی. که د هلمند، نیمروز، هرات او قندوز وضعیت ته د یبورا لیونز له څرګندونو څخه وکتل شي چې هلته د کابل رژیم په ړندو بمباریو کې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي خبره یې پر ځای ده. مګر دا چې ولسي خلګ د کابل رژیم په بمباریو کې وژل کیږي او د وضعیت د خونړیتوب نسبت اسلامي امارت ته کیږي دا له انصاف او واقعیت څخه لیري خبره ده. دیبوار لیونز د ملګرو ملتونو د یوه مسؤل مقام په حیث باید په هلمند، قندوز ، هرات او نیمروز ولایتونو کې تحقیق وکړې چې ولسي خلګ د چا په بمباریو کې وژل کیږي او ولي یې شخصي شتمنۍ د اور د لمبو خوارک کیږي؟! دا چې ملګري ملتونه د یوه معتبر نړیوال سازمان په توګه د کابل رژیم په دستور د افغانستان وضعیت خونړی معرفي کوي او امریکا او انګلستان له افغانستان څخه د خپلو اتباعو د ژر ایستلو خبرداری ورکوي او د هغه ترڅنګ نور افغانان له خپل هیواده تیښتې ته هڅوي دا په حقیقت کې ديادو جهتونو لخوا قصدا افغانستان د بحران خواته د ور ټیل وهلو په معنی دی. ملګري ملتونه د یوه نړیوال مسؤل سازمان په توګه باید کوښښ وکړي چې هغه څوک افشاء کړي چې د افغانستان د بحراني کولو کوښښ کوي. اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په شمول له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې دلته د بحران زیاتولو پر ځای دي د هغه په کمولو کې کوښښ وکړي. اسلامي امارت په هیواد کې د امنیت او نظم د تأمین په غرض د خپل ولس ترڅنګ ولاړ دی. له مقاومت پرته په کمه موده کې د ۲۰۰ ولسوالیو او دوو ستراتیژیکو ولایتونو د مرکزونو تصفیه کول د دې ښکارندوی دی چې ولس نور د کابل رژیم له فاسدې واکمنۍ څخه ستړی شوی او نه غواړي نور د هغوی د شړیدلې ادارې تر سیوري لاندې ژوند وکړي. ملګري ملتونه باید دا ټول واقعیتونه درک او د هغو په رڼاکې خپلې څرګندونې عیارې کړي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.