جعلي اعلامیې د دښمن پوځي شکست نه شي پټولی.

له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د کابل ادارې د ځواکونو مورال سخت ځپلی او د مجاهدینو په مقابل کې یې د مقاومت هر ډول وړتیا له لاسه ورکړې ده. هماغه ده چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې یاد ځواکونه له هیڅ ډول مقاومت پرته د دښمن لیکي پریږدي او له […]

له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د کابل ادارې د ځواکونو مورال سخت ځپلی او د مجاهدینو په مقابل کې یې د مقاومت هر ډول وړتیا له لاسه ورکړې ده.
هماغه ده چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې یاد ځواکونه له هیڅ ډول مقاومت پرته د دښمن لیکي پریږدي او له مجاهدینو سره یوځای کیږي.
له جګړې پرته مجاهدینو ته د کابل ادارې د ځواکونو تسلیمي د هغوی لوړ پوړي چارواکي وارخطا کړي او د دې کار د مخنیوي لپاره یې د جعلي اعلامیو او نشراتو په خپرولو لاس پوری کړی دی.
هغوی په یادو جعلي اعلامیو کې ډیر داسې موارد مجاهدینوته منسوبوي چې په ټوله معنی له اسلامي غرور او انساني کرامت سره مغایرت لري.
ماتې خوړونکی دښمن باید پوه شي چې دا تبلیغاتي هجوم به یې هم هماغه ډول له ماتې سره مخ کیږي لكه څرنګه چې یې پوځي پلانونه له ماتې سره مخ دي.
ځکه افغان مجاهد ولس پر خپلو مجاهدینو باور لري چې هغوی د خپلو سرونو په بیه د ولس خدمت کړی او د یرغلګرو د اشغال په مقابل کې یې له هغوی نه دفاع کړې.
د اسلامي امارت مجاهدین د کابل ادارې د اربکیانو او ملیشو په څیر بي مهاره جنګیالي نه دي چې هرڅه يي زړه وغواړي هغه د خپلو خلګو خلاف تر سره کوي؛ بلکې مجاهدین د اسلامي علماوو تر قیادت لاندې هغه اطاعت منونکي اشخاص دي چې په خپلو ټولو کړو وړو کې شرعي ارشاداتو او د خپلو مسؤلینو اوامرو ته ژمن دي.
اسلامي امارت په خپلوتشكيلاتو کې د داخلي نظم ساتلو لپاره ځانکړي مسؤلین لري چې هغوی د مجاهدینو د هرډول تخلفاتو په کلکه نظارت کوي او سرغړوونکي د شرعي مقرراتو په رڼا کې خپلو سرغړونو ته متوجه کوي.