کابل اداره د بهرني اشغال پاتې زهرجنه نسخه ده !؟

دا چې د متعال رب جل جلاله په نصرت او د افغان مجاهد ولس د بې دریغه قربانیو او تاریخي مقاومت په نتیجه کې اشغالګرو ومنله چې ټکنالوجي، جنګي وسایل، ډالر او سیاسي فریبونه یې دغیرت او میړاني په ټاټوبي کې نور دعملي کیدو اوتطبیق وړنه دي او د خلاصون لار یې د افغانستان ترک […]

دا چې د متعال رب جل جلاله په نصرت او د افغان مجاهد ولس د بې دریغه قربانیو او تاریخي مقاومت په نتیجه کې اشغالګرو ومنله چې ټکنالوجي، جنګي وسایل، ډالر او سیاسي فریبونه یې دغیرت او میړاني په ټاټوبي کې نور دعملي کیدو اوتطبیق وړنه دي او د خلاصون لار یې د افغانستان ترک او انخلا ده. د دوحې د تړون له مخې اشغالګرو کډې بار او تر دې دمه یې ۹۵ فیصده شتون ته د پای ټکی ایښی دی.

خو د بهرني اشغال د الوتکو او بمونو په وزرو راوړل شوې اونصب شوې ( کابل اداره) په داسې حال کې چې دواک ساحه یې څو سلنه او څو ښارونه دي، په ډیرې سپین سترګۍ د څو پوچو نارو او شعارونو په توسط غواړي خپل واک وغځوي او د افغان مسلمان ولس په برخلیک او ارزښتونو لوبي وکړي.

افغانان پوه دي چې کابل رژیم شل کاله د امریکا او ناټو د ناروا اشغال د کامیابولو او اوږدولو په خاطر له هیڅ ډول ظلم او وحشت څخه مخ وانه ړاوه، تردې چې د امریکا او غرب د ښارونو او لارو کوڅوساتنه یې هم خپل مکلفیت ګاڼه او ترپایه یې هلې ځلې وکړي چې افغانان دبهرني اشغال له وحشت اوبربریت څخه خلاصون ونه مومي.

اوس همدغه حلقه بګوش او د افغان دښمنه رژیم چارواکي غواړي خلک تېرباسي، چاته وایی شپږ میاشتې ورسره ودریږي د شهیدانودومره ښارګوټي به ورته جوړکړي، چاته وایی که د رژیم عملي ملاتړیې وکړ دومره کاري بستونه به ورته راولیږي او چاته وایی که په دې حساس وخت کې مرسته وکړه داوبو هومره بندونه به ورته جوړکړي!!!

افغانان پوهیږي چې په تېرو شلو کلونو کې د ملیاردو ډالرو په باران کې او د امریکا، اروپا او غرب په شتون کې دغو مفسدو اوکینه ګرو چارواکو داکارونه ونه کړل، اوس یې چې بادارانوترینه کډې بارکړي، ۲۰۰ ولسوالۍ یې په یوه میاشت کې له لاسه ورکړي او اقتصادي شارګونه ورباندې قطع شوي، په دغه حالت کې دغه ډول ژمني او وعدې پرته له دې چې د خپل جنون او لیونتوب ثبوت وړاندې کړي، بله کومه مانا او مفهوم نه لري.

په اوسنیو حالاتو کې کابل رژیم ته د افغانانو څرګند او صریح پیغام دادی، چې رژیم افغانستان ته له مرګونو، ناورینونو، تفرقو او د دینی او ملي ارزښتونو له توهین اواستهزا پرته بل ارمغان اوډالۍ نه ده لرلې او د اشغال د یوې زهرجنې نسخې په شکل کې یې افغانانو زیانونه لیدلي، نوښه به داوي چې خپل عسکر او اردو دې د مرګ او تباهۍ کومی ته نور ونه غورځوي، امریکا او ناټوچې دغه حالت ته تاب اوحوصله رانه وړه تاسې خویې په هیڅ بیه او قیمت نشی راوړی، نه ولس درسره دریږي او نه موباداران له زرګونو کلومټرو څخه لیرې ستاسې اوږه په اوږه مرسته کولای شي.