رسنۍ باید واقعیتونه منعکس کړي!

د سپین بولدک ولسوالۍ په شمول د اسلامي امارت لخوا د خواوشا (۲۰۰) ولسوالیو تر تصفیې وروسته هلته امنیت تأمین او د هر ډول بي نظمي مخه نیول شوې. د کابل رژیم چې په پوځي لحاظ د مجاهدینو په وړاندې له ښکاره ماتې سره مخ دی په نشراتي لحاظ یې د هغوي خلاف پراخ تبلیغاتي […]

د سپین بولدک ولسوالۍ په شمول د اسلامي امارت لخوا د خواوشا (۲۰۰) ولسوالیو تر تصفیې وروسته هلته امنیت تأمین او د هر ډول بي نظمي مخه نیول شوې.
د کابل رژیم چې په پوځي لحاظ د مجاهدینو په وړاندې له ښکاره ماتې سره مخ دی په نشراتي لحاظ یې د هغوي خلاف پراخ تبلیغاتي کمپاین پیل کړی او كوښښ کوي په دې سره له خپلې ناکامي څخه د خلګو پام بل لورته واړوي.
د بیلګې په توګه هغوی وايي چې مجاهدینو په تصفیه شویو ولسوالیو کې ولسي خلګ ځورولي او یاهم اجباري کډوالي ته اړیستلي دي.
له ډیره بده مرغه چې ځیني کابل میشتي رسنۍ پرته له دې چې تصفیه شویو سیمو ته خپل خبریالان ولیږي او هلته شته واقعیتونه له نیږدي وګوري په پټو سترګو د دښمن تبلیغات ورسره تائید او منعکسوي.
ژورنالیستيکي مقرراتو په پام سره رسنۍ باید یواځې هغه څه نشرکړي چې په خپله یې لیدلي او ورباندې باور ولري.
په دې کې شک نشته چې ځیني رسنۍ به د حاکم نظام تر جبري واکمنۍ لاندې خپل مجبوریتونه لري ، خو دومره هم نه چې له سره ټول واقعیتونه ورباندې مسخ کړي.
ځیني هغه رسنۍ چې د صحافتي رسالت په پلمه د ښمن ته د تبلیغاتي کمپاینرانو رول ترسره کوي هغوی په حقیقت کې له خپل مسلک سره جفاکوي.
ځکه د رسنیو لپاره د واقعیتونو انعکاس اساسا یو رسنیز امانت دی.
هره رسنۍ چې د چا په پلوي او یاهم دستور خپرونې کوي هغه له دې امانت سره خیانت کوي.
لهذا رسنیو ته په کار دی چې د خپل مسلکي رسالت له مخي واقعیتونه منعکس او له غرضي تبلغاتو څخه ځان وژغوري.