له جګړې پرته د ولایتونو فتح کول څه په ډاګه کوي؟!

د اسلامي امارت له لوري د (200) ولسوالیو تر فتحه کولو وروسته د ولایتي مرکزونو فتح کول په هیواد کې د ګډوډي د ختمولو او امن د ټینګښت په لاره کې یو ښه پرمختګ دی. د الله تعالی په نصرت او د فتح کړل شویو ولایتونو د خلګو په همکارۍ مجاهدین وتوانیدل چې له هیڅ […]

د اسلامي امارت له لوري د (200) ولسوالیو تر فتحه کولو وروسته د ولایتي مرکزونو فتح کول په هیواد کې د ګډوډي د ختمولو او امن د ټینګښت په لاره کې یو ښه پرمختګ دی.
د الله تعالی په نصرت او د فتح کړل شویو ولایتونو د خلګو په همکارۍ مجاهدین وتوانیدل چې له هیڅ کوم پوځي مقاومت پرته د نیمروز، د جوزجان ، سرپل ، تخار او قندوز ولایتونو مرکزونه هم فتح او هلته ورکې ډاډمن امنیت تأمین کړي.
له جګړې پرته د یادو ولایتي مراکزو فتح کول دا په ډاګه کوي چې کابل رژیم نور په بشپړ ډول له ولسي حمایت څخه تجرید او په یادو مراکزو کې شته ځواکونه یې نه غواړي دیاد رژیم د فاسدې واکمنۍ د بقاء لپاره ځان قرباني کړي.
اسلامي امارت چې له جګړې پرته د ولسوالیو د فتح کولو ښه تجربه لري غواړي له هماغې تجربې څخه د ولایتي مراکزو په تصفیه کې هم کار واخلي.
دا یو ښه بریالی تکتیک دی چې لله الحمد تر کافي حده ورکې د ملکي تلفاتو مخنیوی شوی دی.
خو د کابل رژیم جګړه خوښي چارواکي نه غواړي چې د یادو ولایتي مراکزو ولسي خلګ د آرامي له نعمت څخه برخمن او څو ورځي د امن او امان تر سیوري لاندې تیري کړي.
هماغه ده چې دزرنج او قندوز غوندي په ګڼ میشتو ښارونو یې سخته بمباري کړي چې له امله یې هلته میشتو خلګو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.
پر ولایتي مرکزونو بمباري کول له دې پرته چې ولسي ټول وژنه وبلل شي بله هیڅ توجیه نه لري.
لهذا په هیواد کې میشت د بشري حقونو مدافعې ټولنې مسؤلیت لري چې د نیول شویو ولایتي مراکزو په ساحه کې د کابل رژیم د بیرحمانه بمباریو په مخنیوي کې خپل مسؤلیت تر سره او هلته میشت ولسي وګړي د هغوی له عام وژنې وژغوري.