نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کابل اداره په خپلو اړونده رسنیوکې تل اسلامي امارت د بیان د آزادي په ګواښلو تورنوي. خو په يوه تازه پیښه کې د یادې ادارې مربوط د کندهار ولایت امنیتي چارواکو هغه خبریالان نیولي کوم چې د سپین بولدک ولسوالۍ ته د خبري پوښښ لپاره تللي او غوښتل یې هلته شته واقعیتونه له خپلو […]
د کابل اداره په خپلو اړونده رسنیوکې تل اسلامي امارت د بیان د آزادي په ګواښلو تورنوي.
خو په يوه تازه پیښه کې د یادې ادارې مربوط د کندهار ولایت امنیتي چارواکو هغه خبریالان نیولي کوم چې د سپین بولدک ولسوالۍ ته د خبري پوښښ لپاره تللي او غوښتل یې هلته شته واقعیتونه له خپلو رسنیو څخه منعکس کړي.
یاد څلورتنه خبریالان چې په ملت غږ رادیو او شینهوا آژانس پوري تړاولري د دوشنبي په ورځ له سپین بولدک څخه تر راګرځیدو وروسته د کندهار د امنیتي ځواکونو لخوا تعقیب او ونیول شول.
د ژورنالیستانو د ساتنې کمیټي (نی) هم په یوې اعلامیې کې د یادو خبریالانو نیونه غندلې او هغه یې د بیان د آزادي خلاف عمل ګڼلی.
تر دې وړاندې هم د کابل اداري امنیتي چارواکو د شمشاد تلویزون اداره په دې ګواښلې وه چې ولي یې د اسلامي مارت د جذب وجلب او دعوت و ارشاد کمیسیون له مشر سره مرکه کړې؟.
کابل اداره له خپلو اړونده رسنیو څخه د مجاهدینو خلاف په خلاص لاس تبلیغات کوي او داسې کړنې هغوی ته منسوبوي چې له واقعیت سره بالکل په مغایرت کې وي.
خو کله چې بیا د ځینو خپلواکو رسنیو خبریالان د اسلامي امارت تر ولکې لاندې سیمو ته ولاړ شي هغه بیا د خپل مسلکي فعالیت په جرم توقیفوي او چارواکي یې په مرګ ګواښي.
اسلامي امارت تر خپلې ولکې لاندې سیمې کې د واقعیتونو د انعکاس په غرض په مکرر ډول رسنیو ته بلنه ورکړې او هلته یې د هغوی د خوندیتوب تعهد یې کړی دی.
همدا راز اسلامي امارت تل په خپلو اعلامیو کې د شرعي حدودو په چوکاټ کې د بیان آزادي ته درناوی لرلی او دیني او ملي ارزښتونو ته متعهد ژورنالیستان یې د ټولنې د آرمانونو واقعي ترجمانان ګڼلي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.