موږ او نړۍ باید له يو بل سره اړيکې ولرو

د ورځې خبره که څه هم طبیعي ده، چې هرچا ته خپلې ګټې او مصالح د نورو له ګټو لومړيتوب لري او ځينې هيوادونه خو خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره اوږدې او خونړۍ جګړې هم کوي، خو اوس نږدې ټوله نړۍ دې پايلې ته رسېدلې، چې ډېرې ګټې او اهداف يوازې د ځواک او […]

د ورځې خبره
که څه هم طبیعي ده، چې هرچا ته خپلې ګټې او مصالح د نورو له ګټو لومړيتوب لري او ځينې هيوادونه خو خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره اوږدې او خونړۍ جګړې هم کوي، خو اوس نږدې ټوله نړۍ دې پايلې ته رسېدلې، چې ډېرې ګټې او اهداف يوازې د ځواک او ټوپک په زور نه، بلکې په سالم تعامل او دېپلوماسۍ لاس ته راځي.
دا خبره نوره هم ښه څرګنده شوه، چې په تېرو څلورو لسيزو کې په افغانستان کې د نړۍ دوه ستر ځواکونه (شوروي او لودېځ ائتلافونه) له ماتې سره مخ شول.
بيا په ځانګړي ډول له داسې ملتونو سره جګړې خو بيخي مثبتې پايلي نشي درلودلی، چې هغوی ته د حريت او آزادۍ د ژوند يوه ورځ د غلامۍ او بلواکۍ د ژوند له لسګونو کلونو غوره والی او شرافت لري.
په نظامي جګړو کې د شوروي اتحاد او لودېځ له ناکامۍ وروسته اوس داسې نه ده، چې افغانستان د نړۍ لپاره مهم نه دی، بلکې اوس يې هم جغرافيايي موقعيت او د طبیعي زيرمو شتون هغه لاملونه دي، چې نړۍ دغې سيمې ته د اهميت په سترګه ګوري، خو پر افغانستان د يو خپلواک اسلامي نظام له حاکميت وروسته دا ځل نړۍ اړه ده، چې د مثبت تعامل او اړيکو له لارې خپلې ګټې خوندي کړي، نړۍ ته خپلې ګټې اجازه نه ورکوي، چې افغانستان منزوي کړي . د امريکا او اروپايي ټولنې چارواکو دغه خبره په ځلونو کړې او ټينګار يې کړی، چې موږ له اسلامي امارت سره له مثبت تعامل پرته بله لاره نه لرو.
اوس چې نړۍ دې پايلې ته رسېدلې، چې په سيمه کې خپلې ګټې د تعامل او اړيکو په هنداره کې ګوري ، اسلامي امارت ته هم پکار دي، چې د هيواد د عليا ګټو په نظر کې نيولو سره له نړۍ سره مثبت تعامل ته لا ډېره زمینه مساعده کړي، د ملي ګټو د لاس ته راوړلو لپاره په خورا دقت سره ګامونه پورته کړي او کوښښ وکړي، چې له نړۍ او په ځانګړي ډول د سيمې له هيوادونو سره داسې تعامل وکړي، چې په پايله کې يې ګټې مشترکې شي او افغانستان د سيمې د هيوادونو لپاره د اقتصادي دهلېز رول ولوبوي؛ ددې کار ګټه به داشي، چې بيا به افغانستان کې رامنځته شوی ثبات دوامداره شي او هيڅ هيواد به هم د خپلو ګټو په خاطر نه غواړي، چې افغانستان بې ثباته شي. افغانستان د نړۍ یوه برخه ده او په نړۍ کې ژوند له نړيوالو سره مثبت تعامل او اړيکو ته اړتيا لري، خو تعامل او اړيکې يوازې زموږ اړتيا نه، بلکې نړۍ هم اړه ده، چې له افغانستان سره اړيکې ولري.