په تېر کال کې د افغانستان بانک بريالۍ کړنې

د ورځې خبره د اسلامي امارت له بريا وړاندې او د بريا په لومړيو وختونو کې داسې انګېرل کېدل، چې نوی حکومت به د نړيوالو له مرستو او همکاريو پرته په بانکي سيستم او په ځانګړې توګه د افغانيو په ارزښت ساتلو کې له جدي ستونزو سره مخ وي. خو اوس دا دي څه کم […]

د ورځې خبره

د اسلامي امارت له بريا وړاندې او د بريا په لومړيو وختونو کې داسې انګېرل کېدل، چې نوی حکومت به د نړيوالو له مرستو او همکاريو پرته په بانکي سيستم او په ځانګړې توګه د افغانيو په ارزښت ساتلو کې له جدي ستونزو سره مخ وي.
خو اوس دا دي څه کم دوه کاله کيږي، چې اسلامي امارت د چارو واګي په لاس کې اخيستي، اوس نه يوازې د افغانيو د ارزښت په ساتلو کې له ستونزو سره نه دی مخ شوي، بلکې په دې برخه کې يې پرمختګ هم کړي دي. د افغانستان بانک مسئولين وايي چې په تېر ۱۴۰۱ مالي کال کې، څه د پاسه درې ميليارده ۱۴۰ ميليونه د افغانیو نوي بانکنوټونه هېواد ته رارسېدلي دي. د افغانستان بانک رييس له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې دوی توانېدلي په ۱۴۰۱ مالي کال کې، د بهرنيو اسعارو په وړاندې د «افغانۍ» ارزښت په ښه ډول وساتي.
پردې سربيره د افغانستان بانک په تېر مالي کال کې، اته ميليارده ۶۸۳ ميليونه ۲۴۴ زره ۴۱۹ افغانۍ عوايد راټول کړي دي چې د عوايدو دا کچه د ۱۴۰۰ مالي کال په پرتله (۵ ، ۵۹) سلنه زياتوالي ښيي.
نړيوال بانک او د اقتصادي چارو شنونکي هم په دې باور دي، چې اسلامي امارت په تېر کال کې پر نړيوالو بنديزونو او سياسي فشارونو سربيره د تمې خلاف ډېر پرمختګ کړی او د عوايدو په لاس ته راوړلو کې د پام وړ برياليتوب ترلاسه کړی دی.
د عوايدو ډېروالی او د روپۍ ارزښت رښتيا هم ډېر مهم پرمختګ دی او ددې سترې بريا ستر لامل کار او خدمت ته د اسلامي امارت ژمنتيا او په چارو کې شفافيت دی، که چېرته د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت ساتلو کې پاتې راغلي واي، نړيوالو بنديزونو او سياسي فشارونو به هيواد له ستر بحران سره مخ کړي وای او د توکو بيې به په بې سارې توګه لوړې شوې وای، چې ورسره به هيواد کې بې وزلي نوره هم زياته شوې وای.
اسلامي امارت بايد نور هم دغې برخې ته ډېر متوجه شي، افغانستان له وارداتي هيواد څخه په صادراتي بدل کړي او اقتصادي ودې او تل پاتې ثبات ته یې ورسوي.