نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اونۍ تبصره: که څه هم د کابل ادارې د عسکرو او ملیشو لخوا په تعلیمي ادارو کې د پوستو جوړول، ښوونځي او د معارف بنسټونه د سپر په حیث کارول، په دیني مدارسو چاپې، د طالبانو او حافظانو شهیدانول او د دیني مدارسو بې حرمتي له کلونو راهیسې یو معمول ګرځیدلی. اما په دې […]
د اونۍ تبصره د خاورینې کُرې شاوخوا یو نیم میلیارد اوسېدونکي (مسلمانان) د کال تر ټولو سپېڅلې میاشتې ته رسېدلي دي. رمضان المبارک هغه میاشت ده، چې قران کریم په کې نازل شوی دی. شیطانان په کې تړلي او د جنت دروازې په کې خلاصې وي. علاوه لا دا چې په دې میاشت کې هر […]
د اونۍ تبصره: په داسې حال کې د افغانستان د قضیې د حل په مقصد د خبرو اترو پروسه مهم پړاو ته رسیدلې او په نږدې راتلونکې کې باید د دوحې د توافق سره سم بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، بل اړخ ته د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ادارې چارواکو د افغانستان […]
د اونۍ تبصره: د افغانستان د موضوع د حل په مقصد بین الافغاني مذاکرات له څو میاشتو راهیسې جریان لري. په دې لړ کې یوه مهمه غونډه څو ورځې وړاندې د روسیې په پلازمینه مسکو کې دائره شوه، چې دوه ورځې یې جریان درلود. د پخوانیو څرګندونو او اعلامیو په شان په دې غونډه کې […]
د اونۍ تبصره: څو ورځې وړاندې د مارچ په یوولسمه نیټه د کابل ادارې استخباراتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یوه دیني مدرسه چاپه واچوله، د مدرسې شاګردان یې د خوب له بسترو ولاړ کړل، لاسونه یې وروتړل او لس تنه د قران کریم حافظان یې په ډير قساوت په مرمیو […]
د اونۍ تبصره: له کومه وخته چې په دوحه کې د شویو توافقاتو له مخې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع مطرح شوې، له هماغې ورځې په کابل کې د اشرف غني ادارې هڅې پيل کړي دي، تر څو د بهرنيو ځواکونو د وتلو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي او […]
د اونۍ تبصره: په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې یو لړ احتجاجونه او کاري اعتصابونه پيل شول چې د کابل ادارې د چارواکو له ظالمانه کړنو څخه د نفرت او انزجار ښکارندوی وو. د هیواد په پلازمینه کابل او نورو ښارونو کې د صرافانو ټولنې له ډیرو ورځو راهیسې احتجاجي کاربندیز […]
د اونۍ تبصره: په داسې حال کې چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د جو بایډن په مشرۍ نوي حکومت د سپیني ماڼۍ واک تر لاسه کړی دی او د افغانستان په اړه د نوي پالیسۍ د ټاکلو په اړه د وضعیت ارزونه کوي. دلته په افغانستان کې د افغان ولس له منځه یو […]
د اونۍ تبصره: د اشرف غني تر مشرۍ لاندې اداره د افغانستان د ولس له خوا یوه فاسده، ناکاره، تپل شوې او نامشروع اداره ګڼل کیږي. چې هیڅ نوع دیني، قانوني او ولسي مشروعیت نه لري. لکه څنګه چې د دې ادارې مشروعیت اساسي ستونزې لري. دغه راز یې کړنې لکه له دیني او افغاني […]
د اونۍ تبصره: د روان میلادي کال د جنوري په شلمه نیټه د امریکا متحده ایالاتو کې حکومتي واک د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له پخوانۍ ادارې څخه نوي ولسمشر جو بایډن ته انتقال شو. جو بایډن د امریکا څلورم ولسمشر دی چې د نورو مسائلو تر څنګ د افغانستان د جګړې مسؤلیت ورله غاړې […]
:د اونۍ تبصره په دې وروستیو کې د کابل ادارې له منځه یو لړ داسې بوږنوونکي حقائق را افشاء شوي او رسنیو ته راوتلي دي چې د ارګ د چارواکو په خورا ستر خیانت، بې حسۍ، ناځوانۍ او له ولس څخه په پردیتوب دلالت کوي. د را روان کال د بودیجې په اړه د کابل […]
د اونۍ تبصره: تېره ورځ په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په مرکز کې د دې قول اردو د قومندان د تبدیلي مراسم دائر شوي وو. په خپلواکو هیوادونو او جوړو نظامونو کې عموما په دغسې مهمو مراسمو کې د دفاع وزیر، لوی درستیز یا د ملي امنیت د شوری د مشر […]
د اونۍ تبصره: د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا د متحده آیالاتو تر منځ په قطر کې د اشغال د خاتمې په تړون شاوخوا لس میاشتې تیریږي. له دې تړون سره د افغانستان مسئله یوه نوي پړاو ته داخله شوې او د دې اوږدې معضلې د حل امیدونه راټوکیدلي دي. په قطر کې د […]
د اونۍ تبصره: افغانستان له خاصو شرائطو تیریږي، له امریکایانو سره د شوي توافق په اساس د خارجي ځواکونو وتل جریان لري. زموږ ولس منتظر دی چې د اشغال له خاتمې وروسته به په افغانستان کې د یوه شرعي اسلامي نظام په راتګ سره د افغان مؤمن ولس د کلونو کلونو ارمان پوره کیږي. اسلامي […]
د اونۍ تبصره: د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې په تیرو دوو لسیزو کې د بهرني اشغال په وړاندې د یوه مقاوم، پایدار او نه ماتیدونکي پوځي ځواک په حیث ثابت شوی دی، له دې علاوه د سیاسي تعامل او دیپلوماسۍ په ډګر کې یې هم همیشه په فعالانه ډول خپل وجود ثابت کړی […]