د ولس بې وزلي او د چارواکو عیشونه

:د اونۍ تبصره په دې وروستیو کې د کابل ادارې له منځه یو لړ داسې بوږنوونکي حقائق را افشاء شوي او رسنیو ته راوتلي دي چې د ارګ د چارواکو په خورا ستر خیانت، بې حسۍ، ناځوانۍ او له ولس څخه په پردیتوب دلالت کوي. د را روان کال د بودیجې په اړه د کابل […]

:د اونۍ تبصره

په دې وروستیو کې د کابل ادارې له منځه یو لړ داسې بوږنوونکي حقائق را افشاء شوي او رسنیو ته راوتلي دي چې د ارګ د چارواکو په خورا ستر خیانت، بې حسۍ، ناځوانۍ او له ولس څخه په پردیتوب دلالت کوي. د را روان کال د بودیجې په اړه د کابل ادارې د بیلابیلو ادارو تر منځ جنجال د دې باعث شوی چې د ملي بودیجې او بیت المال د بې ځایه مصرف او لوټمارۍ په اړه حیرانوونکي شواهد رسنیو ته درز وکړي.
د راښکاره شویو معلوماتو له مخې د ارګ چارواکي په میلیاردونو افغانۍ هر کال د هغو ځانګړو حسابونو له لارې مصرفوي چې د حساب او کتاب درک یې نشته. د ارګ د چارواکو د لوړو معاشونو نه علاوه په میلیونونو پیسې د دسترخوان په رنګارنګۍ، بیلابیلو خوراکونو، سیاحتي سفرونو او نورو عیشونو لګول کیږي.
د ارګ د چارواکو لخوا دغه عیاشۍ، فضول خرچۍ او مزې چړچې په داسې حال کې جریان لري، چې د افغانستان ولس په اقتصادي لحاظ تر ټولو په ناوړه وضعیت کې قرار لري. تر نیمایي زیات افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. یو لوی شمیر خلک د سهار او ماښام ډوډۍ نه شي پیدا کولای، بې کاري او غربت اوج ته رسیدلی، ځوانان د کار او روزۍ ګټلو په هدف په ډلو ډلو له هیواده وځي او په ښارونو کې د سوالګرو شمیر هره ورځ په ډېرېدو دی.
د ولس د فقر، احتیاج، لوږې، نادارۍ او دربدرۍ په دې اوج کې ارګ د عیش او عشرت په جزیره بدل شوی دی. څومره چې د ولس بده ورځ بوږنوونکې دې همدومره د ارګ د دیوالونو دننه د حاکم اقلیت مزې چړچې، بې حسي او بې دردي وروستي حد ته رسیدلې ده. په هیواد کې کاملا یو طبقاتي سیستم رامنځته شوی دی. چې یو بې احساس، اجنبي او ناځوانه اقلیت چې د اقتدار منصب یې اشغال کړی، د ولس د هډوکي شپيلوي او په ملي شتمنیو عیشونه کوي.
په داسې حال کې چې ولس د وچې ډوډۍ په ارمان دی د ارګ د چارواکو د دسترخوان میلیاردیز مصارف په هیڅ منطق د زغم وړ نه دي. دا حالت نه کوم دیني، اخلاقي او قانوني معیار ایجابوي او نه هم وجدانا د منلو وړ دي. نو ځکه باید حتما دغه وضعیت تغیر ومومي.
د افغانستان اسلامي امارت په هیوادوالو او نړیوالو غږ وکړي چې زموږ له ولس سره په روان دې ظلم جدي غور وکړي. تر څو به څو تنه اجنبي لوټماران د یوه بشپړ ملت شتمنۍ لوټوي او د ملت په بده ورځ به خپل د عیش او عشرت هوسونه اشباعوي. له دې وضعیت څخه یو ځل بیا دا خبره د لمر غوندې روښانه کیږي چې د کابل ادارې چارواکي د افغان ولس په اړه د خواخوږۍ او صله رحمۍ هیڅ احساس نه لري. دوی په عاطفي لحاظ له هغو هیوادونو سره تړلي له کومو چې راغلي دي. دوی زموږ هیواد او ولس ته د ولجې په نظر ګوري نو ځکه ملي شتمنۍ درګرده لوټوي، بهرنیو بانکونونو ته یې لیږي، مزې او عیشونه ورباندې کوي او په خپل دې عمل هیڅ باک او د شرم احساس هم نه کوي.