هلمند کي د «فاطمه بیات» ۵۰ بستریز روغتون روغتيايي خدمات چټک او معياري شوي

الاماره د هلمند ولایت د فاطمه بیات روغتون، چې له تیرو څو کلونو راهیسې یې چارې فلج وې، مسؤلین یې وایي؛ اسلامي امارت په راتګ سره پر پښو درېدلی او دهلمند او ورڅنګ ولایتونو نژدي ولسوالیو اوسیدونکو ته معیاري طبي خدمات وړاندي کېږي. دغه ۵۰ بستریز رغتون په ۱۳۸۹کال کي جوړشوی، چې پخوا یې یوازي […]

الاماره
د هلمند ولایت د فاطمه بیات روغتون، چې له تیرو څو کلونو راهیسې یې چارې فلج وې، مسؤلین یې وایي؛ اسلامي امارت په راتګ سره پر پښو درېدلی او دهلمند او ورڅنګ ولایتونو نژدي ولسوالیو اوسیدونکو ته معیاري طبي خدمات وړاندي کېږي.

دغه ۵۰ بستریز رغتون په ۱۳۸۹کال کي جوړشوی، چې پخوا یې یوازي ولادي او نسايي خدمات وړاندي کول، اوس دولادي او نسايي خدماتو ترڅنګ اوپي ډي OPDداخله دکوچنیانو دناروغیو او جراحي عملیاتونه هم ترسره کیږي.
یاد روغتون کې تېره یوه میاشت کي څه باندي شپاړس ۱۶۱۰۰زره د او پي ډيOPD ناروغانو درملنه شوي، ۱۰۴ جراحي عملیاتونه شوي او دڅلور سوه پنځوس ۴۵۰ناروغانو بستر او درملنه شوي ده.
ددې روغتون امر وایي داروغتون تېرو څلورو ۴میاشتو کي دډبلیو ایچ او WHOلخوا تمویل سو خو دپنځه څلویښت ۴۵ورځو راپه دې خوا داسلامي امارت په خپل بودیجه روغتيايي خدمات روان دي.