رمضان المبارک ته هرکلی

د اونۍ تبصره د خاورینې کُرې شاوخوا یو نیم میلیارد اوسېدونکي (مسلمانان) د کال تر ټولو سپېڅلې میاشتې ته رسېدلي دي. رمضان المبارک هغه میاشت ده، چې قران کریم په کې نازل شوی دی. شیطانان په کې تړلي او د جنت دروازې په کې خلاصې وي. علاوه لا دا چې په دې میاشت کې هر […]

د اونۍ تبصره

د خاورینې کُرې شاوخوا یو نیم میلیارد اوسېدونکي (مسلمانان) د کال تر ټولو سپېڅلې میاشتې ته رسېدلي دي. رمضان المبارک هغه میاشت ده، چې قران کریم په کې نازل شوی دی. شیطانان په کې تړلي او د جنت دروازې په کې خلاصې وي. علاوه لا دا چې په دې میاشت کې هر عبادت، صدقه او نیکي څو برابره زیات ثواب لري.

دغه میاشت موږ ته فرصت راکوي چې یو ځل بیا له خپل معبود، خالق او مالک ذات (الله تعالی) سره د ایمان او بندګي کړی عهد تجدید کړو. الله تعالی ته رجوع وکړو، خپل زړونه د توبې او انابت په اوښکو ومینځو او د رمضان المبارک له روحپالو شیبو څخه د خپل زړه او روح د صیقلولو لپاره کار واخلو.

اوسنی بشر که څه هم په مادي لحاظ ډیر مخکې تللی اما په معنوي، روحاني او اخلاقي لحاظ د هر کله په نسبت تش لاسی او مفلس دی. معاصر بشریت د خپلې جسمي هوساینې لپاره ډیر اسباب او سهولتونه مهیا کړي دي اما روحي سکون ترې کډه کړې. هوسبازي او لذت پرستي د د بشري روح لپاره عذاب ګرځیدلې او اروایي ناروغۍ، خپګان او رواني سرګرداني د اوسنیو انسانانو لاینحله ستونزه ګڼل کیږي.

د دې ستونزې علت دا دی چې بشریت له دین څخه مخ ګرځولی. خپل خالق، رازق او پالونکی رب تعالی یې هیر کړی دی. د اسماني قانون پر ځای یې د خودساخته بشري قوانینو پیروي پيل کړې او د معنویت په نسبت یې مادیت ته د لوړ او معتبر ارزښت په نظر کتلي دي.اما تجربو ثابته کړې چې له دیانت او معنویت څخه عاري د مادیت پرستي لاره یوه پوچه او بې معنی لاره ده چې هیڅ باارزښته مرام او منزل نه لري او دا دی موږ وینو چې د ماده پرستۍ باور اوسنی بشریت په لوی ناورین اړولی او اطمینان یې ترې لوټلی دی.

د رمضان المبارک پیغام دا دی چې لار ورکی بشریت دې خپل فطرت او اصالت ته راوګرځي. په خپل قاصر فهم او عقل دې نه مغرور کیږي.الله تعالی ته دې د تسلیم سر ښکته کړي او له انحراف او سرکشۍ دې لا واخلي.

راځئ د رمضان المبارک دغه پیغام ته لبیک ووایو. په پوره اخلاص او صداقت له الله تعالی سره د ایمان او عبادت کړی عهد را تازه کړو. د الله تعالی لخوا رالیږل شوی قانون ( اسلامي شریعت) د خپلې تګلارې په حیث ومنو او د شک، نفاق او تذبذب له ګردونو خپل افکار او ذهنونه وڅنډو.

د افغانستان اسلامي امارت د رمضان المبارک میاشتې د رارسیدو په مناسبت ټول اسلامي امت ته مبارکي وایي او الله تعالی ته امید لري چې دغه میاشت لکه څنګه چې د مسلمانانو لپاره د روحي سکون او خوشحالۍ میاشت ده همداسې دې الله تعالی د مسلمانانو لپاره د عامه سوکالۍ د راتګ او له امراضو او ناورینونو څخه د نجات میاشت هم وګرځوي.

مسلمانان وروڼه باید د رمضان المبارک هرکلی په حسنه اعمالو، عباداتو، صدقاتو، صله رحمي او د الله په لاره کې په قربانیو سره وکړي. او د رحمت او مغفرت دغه عظیم فرصت باید ضائع نه کړي.