د کابل اداره نړیوال اعتبار هم نه لري

د اونۍ تبصره: د اشرف غني تر مشرۍ لاندې اداره د افغانستان د ولس له خوا یوه فاسده، ناکاره، تپل شوې او نامشروع اداره ګڼل کیږي. چې هیڅ نوع دیني، قانوني او ولسي مشروعیت نه لري. لکه څنګه چې د دې ادارې مشروعیت اساسي ستونزې لري. دغه راز یې کړنې لکه له دیني او افغاني […]

د اونۍ تبصره:

د اشرف غني تر مشرۍ لاندې اداره د افغانستان د ولس له خوا یوه فاسده، ناکاره، تپل شوې او نامشروع اداره ګڼل کیږي. چې هیڅ نوع دیني، قانوني او ولسي مشروعیت نه لري. لکه څنګه چې د دې ادارې مشروعیت اساسي ستونزې لري. دغه راز یې کړنې لکه له دیني او افغاني ارزښتونو څخه انحراف، فساد، د عامه شتمنیو لوټ تالان، ظلم او د پردیو ګټو ته ژمنتیا هغه څه دي چي له دې ادارې یې په داخلي کچه مشروعیت او اعتبار سلب کړی دی.
اما د کابل ادارې د اعتبار او مشروعیت ستونزه یوازې داخلي نه ده. په بین المللي کچه هم دې ادارې ته د یوه فاسد او مستبد رژیم په نظر کتل کیږي. د بیلګې په توګه څو ورځې وړاندې د Economist Intelligence Unit په نوم مؤسسې چې له ایکانومیست نړیوالې نشریې سره تړاو لري. د نړۍ د ۱۶۷ هیوادونو په اړه څیړنیزه سروې خپره کړه. په دې سروې کې راغلي چې د اشرف غني تر مشرۍ لاندې د کابل اداره د نړۍ د مستبدو او فاسدو رژیمونو له جملې څخه ده. ولسواکي چې دغه اداره یې خپل ارزښت ګڼي او په مذاکراتي پروسه کې یې همیشه شعار بدرګه کوي، په عمل کې ورته هیڅ تعهد نه لري. د کابل ادارې لخوا ترسره کیدونکې ټاکنې فاسدې دي. ټاکنیز کمیسیونونه یې اجیر او له فساده ډک دي او دغه رژیم د نړۍ د ناکاره ادارو له جملې ګڼل کیږي.
د اشرف غني اداره په داسې حال کې د یوې بې اعتباره، فاسد او مستبد رژیم په حیث اعلان شوې، چې په رسنیو کې د ارګ چارواکي همیشه د نړیوال ملاتړ او اعتبار درلودلو دعوه کوي. دوی په پوره سپین سترګۍ سره داسې ښيي لکه همدوی چې یوازیني خلک وي چې نړۍ او نړیوالو ته د منلو او اعتبار وړ دي او له دوی پرته په افغانستان کې بل هیڅوک د واک چلولو حقدار او اهل نه وي.
خو افغان ولس او ټولو سیاسي اړخونه باید په دې پوه وي، چې د اشرف غني دا خبره بې اساسه ده چې ځان او خپل رژیم بې بدیله ګڼي. د اشرف غني رژیم که بې بدیله وي هغه به په فساد، پردیتوب او نا اهلۍ کې وي. ځکه افغانستان تر اوسه دومره فاسد او پردیپال نظام نه دی لیدلی او ښایي په نړیواله کچه به یې هم بیلګه موندل سخت وي.
د کابل ادارې د بقا راز د هغې مشروعیت او ولسي ملاتړ نه دی. بلکې د خپلو بهرنیو بادارانو پوځي او اکمالاتي ملاتړ یې تر اوسه مراندې ثابتې ساتلي دي. که چیري د اشغالګرو پشتوانه نه وي د دغې ادارې زوال طبعي او حتمي ګڼل کیږي.
بناء ویلی شو چې دغسې فاسد او نامشروع رژیم چې نه په داخلي او نه په نړیواله کچه اعتبار لري. باید پر ځای یې د بدیل په حیث اسلامي حکومت رامنځته شي. په دې اړه د اسلامي امارت داعیه پر ځای او زموږ د ملت د زړه غږ دی. ځکه افغانستان یوه صالح او سالم نظام ته اړتیا لري. داسې نظام چې هم د افغانستان د خلکو لپاره د منلو او باور وړ وي او هم په نړیواله کچه له ښه شهرت څخه برخمن او د افغانستان عزت او حیثیت را اعاده کړي.