پر مدرسه چاپه او پر کلینیک بمبار

د اونۍ تبصره:  څو ورځې وړاندې د مارچ په یوولسمه نیټه د کابل ادارې استخباراتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یوه دیني مدرسه چاپه واچوله، د مدرسې شاګردان یې د خوب له بسترو ولاړ کړل، لاسونه یې وروتړل او لس تنه د قران کریم حافظان یې په ډير قساوت په مرمیو […]

د اونۍ تبصره: 

څو ورځې وړاندې د مارچ په یوولسمه نیټه د کابل ادارې استخباراتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یوه دیني مدرسه چاپه واچوله، د مدرسې شاګردان یې د خوب له بسترو ولاړ کړل، لاسونه یې وروتړل او لس تنه د قران کریم حافظان یې په ډير قساوت په مرمیو غلبیل او شهیدان کړل. په ننګرهار کې په دیني تعلیمي ادارې دغه برید او د تنکیو حافظانو شهادت پراخ ولسي قهر راوپاراوه. دغه برید نه یوازې جنګي جنایت وګڼل شو، بلکې د افغان ولس له مقدساتو او دیني شعائرو سره د څرګندې دښمنۍ بیلګه هم وه.
دا دی د ننګرهار له وحشت څخه لا اونۍ نه ده تېره شوې، چې د هیواد په شمال فاریاب ولایت کې د دښمن الوتکو د المار ولسوالۍ کلینیک بمبار کړی دی. دغه کلینیک چې ۱۴ تنه نارینه او ۹ تنه ښځینه طبي کارکوونکي یې درلودل او په سیمه کې یوازینی مجهز روغتون و چې د ولسي خلکو اړتیاوې یې رفع کولې، په ډير وحشت سره بمبار شوی، ودانۍ یې نړیدلې او پراخ مالي زیان ورته رسیدلی دی.
د ننګرهار د پیښې په شان د فاریاب د کلینیک د بمبار په اړه هم تر دې مهاله رسنۍ او نړیوال سازمانونه خاموش دي. خو دغه چوپتیا هیڅکله د دغو وحشتونو او جرمي پیښو ماهیت نه شي بدلولای. علاوه له دا چې دغه ډول چوپتیا د یادو سازمانونه ناپېیلتوب تر پوښتنې لاندې راولي او اعتبار یې له منځه وړي.
موږ غواړو یو ځل بیا نړۍ او هیوادوالو ته واضحه کړو، چې د پردیو د وسلو، پیسو او په اصطلاح قاطع ملاتړ په مټ زموږ په هیواد تپل شوې اداره د وحشت، تخریب او کشتار هغه ماشین دی چې په بې دریغه ډول د ولس ځوانان، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او حتی د تعلیمي ادارو زده کوونکي په قصدي ډول وژني. بازارونه، مسجدونه، روغتونونه او مدرسې یې نړوي او له هیڅ نوع ظلم او اذیت څخه دریغ نه کوي.
دغه د ظلم او وحشت ترسره کوونکي اداره چې د مذاکراتو او تفاهم په پروسه کې بیا ځان د افغانستان قانوني حکومت ګڼي، هیڅکله یې باید دغه ادعاء ونه منل شي. ځکه حکومت د خپل ولس او خلکو د سر او مال ساتونکی وي. په داسې حال کې چې د کابل اداره خپل پایښت د ولس په وژلو او لوټلو کې لټوي او بې دفاع وګړي تر ټولو په بوږنوونکي ډول له منځه وړي. په ولس دغه مظالم او د ملکي بنسټونو تخریبول د دې څرګند دلیل دی چې د کابل اداره له دې ولس او هیواد سره کوم رښتینی تړاو نه لري. بلکې یوه تپل شوې او له بهره راوارده شوې پدیده ده چې د پردیو د ګټو لپاره افغانان وژني.
د افغانستان اسلامي امارت چې همیشه یې د خپل مؤمن ولس د مظلومیت غږ پورته کړی، د وروستیو پیښو په اړه هم ځان د ولس په درد دردمن ګڼي. د هغو ساتنه، دفاع او د هغوی فریاد ته لبیک ویل خپله اساسي وظیفه ګڼي. خپل ولس ته ډاډ ورکوو چې ستاسو وینې به هیڅکله هدر نه شي. ظالم اشغالګر او ګوډاګیان یې په داسې اعمالو سره یوازې خپله نابودي رالنډوي. ځکه ظلم پایښت نه لري او د ظالمانو انجام همیشه تباهي او هلاکت دی.