بمبارونه د سولې امیدونه رژوي

د اونۍ تبصره:  د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا د متحده آیالاتو تر منځ په قطر کې د اشغال د خاتمې په تړون شاوخوا لس میاشتې تیریږي. له دې تړون سره د افغانستان مسئله یوه نوي پړاو ته داخله شوې او د دې اوږدې معضلې د حل امیدونه راټوکیدلي دي. په قطر کې د […]

د اونۍ تبصره: 

د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا د متحده آیالاتو تر منځ په قطر کې د اشغال د خاتمې په تړون شاوخوا لس میاشتې تیریږي. له دې تړون سره د افغانستان مسئله یوه نوي پړاو ته داخله شوې او د دې اوږدې معضلې د حل امیدونه راټوکیدلي دي.
په قطر کې د شوې توافقنامې یوه مهم ټکی د اشغالګرو د بمبارونو او عملیاتو بندیدل و چې په مقابل کې یې اسلامي امارت هم بهرنیو یرغلګرو ته فرصت ورکړی و تر څو په سوله ییز او ډاډمن ډول له افغانستان څخه د وتلو لړۍ تکمیل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت چې د اسلام اخلاقي لارښوونو ته کلکه ژمنتیا لري او په تعهد وفا یو ستر دیني او اخلاقي اصل ګڼي، په تیرو لسو میاشتو کې یې له خپل اړخه شوي توافق ته التزام ثابت کړی دی او داسې بیلګه نه ده لیدل شوې چې توافق یې نقض کړی وي. دا هغه حقیقت دی چې په دې وروستیو کې د امریکا د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ورباندې اعتراف وکړ.
اما د مقابل جانب له لوري په مکرر ډول داسې کړنې ترسره شوي دي چې د توافق سره په ټکر کې دي. له دې جملې په دې وروستیو کې په بیلابیلو ولایاتو کې په ولسي سیمو د امریکایي ځواکونو بمبارۍ او د دوی په مرسته د کابل ادارې د عسکرو تهاجمي عملیات هغه څه دي چې له توافق سره اړخ نه لګوي.
دا ډول تخریبوونکي اعمال نه یوازې په دوحه کې شوی توافق د ماتیدو له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د افغانستان د مسئلې په حل کې شوی پرمختګ هم ګواښي او په دې لړ کې رامنځته شوي امیدونه په ناهیلیو بدلوي.
ټول د عقل خاوندان په دې پوهیږي چې په افغانستان کې د خارجي اشغالګرو لخوا د زور کارولو تېره شل کلنه تجربه ناکامه او فاجعه زیږوونکې وه. له شل کلنو ناکامو تجربو وروسته اوس هیوادنۍ او نړیواله اجماع پر دې ده چې د افغانستان مسئله باید د دوحې د شوي توافق په اساس په سوله ییز ډول حل شي. دا چې امریکایي اړخ یو ځل بیا د بمبارونو په کولو سره د قوت نمایش کوي، داسې ښکاري لکه د ناچله تجربو له تکراره یې چې عبرت نه وي اخیستی.
موږ مقابل اړخ ته وایو چې په دغسې یو اړخیزو اقداماتو دې نور د ولسونو په ژوند او د سولې پر هیلو ملنډې نه وهي. د جنګ زیان یو اړخیز نه دی، بلکې چې د جنګ تېغ چلیږي نو د دواړو خواوو وینې ورسره بهیږي. امریکایي چارواکي باید هغه نسخې یو ځل بیا تجربه نه کړي چې تېر شل کاله همیشه پوچې ختلې او له ناکامۍ، تلفاتو او ابرو ریزۍ پرته یې دوی ته کومه بله نتیجه نه ده درلودلې.
اسلامي امارت چې د هر کله په نسبت په برتر سیاسي او نظامي موقف کې قرار لري، د یوه مسؤل جهت په حیث همیشه هڅه کوي چې د مسئلې په حل کې خپل رول اداء کاندي. د اسلامي امارت دغه موقف هیڅکله د ضعف نښه نه، بلکې پر ځان د باور ، د ولس هیلو ته د درناوي او اخلاقي لوړتیا نښه ده. مقابل جهت هم باید له دې حساسو او حیاتي موضوعاتو سره همداسې مسؤلانه چلند وکړي.