د اسلامي امارت فعاله دیپلوماسي

د اونۍ تبصره: د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې په تیرو دوو لسیزو کې د بهرني اشغال په وړاندې د یوه مقاوم، پایدار او نه ماتیدونکي پوځي ځواک په حیث ثابت شوی دی، له دې علاوه د سیاسي تعامل او دیپلوماسۍ په ډګر کې یې هم همیشه په فعالانه ډول خپل وجود ثابت کړی […]

د اونۍ تبصره:

د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې په تیرو دوو لسیزو کې د بهرني اشغال په وړاندې د یوه مقاوم، پایدار او نه ماتیدونکي پوځي ځواک په حیث ثابت شوی دی، له دې علاوه د سیاسي تعامل او دیپلوماسۍ په ډګر کې یې هم همیشه په فعالانه ډول خپل وجود ثابت کړی دی.
په قطر هیواد کې د اسلامي امارت سیاسي استازي تقریبا په ورځني ډول د بیلابیلو هیوادونو، سازمانونو او ټولنو له استازو دغه راز د هیواد، سیمې او نړۍ له مطرحو شخصیتونو سره لیده کاته اود افکارو تبادله کوي. په داسې حال کې چې د سولې بین الافغاني مذاکرات جریان لري خو دې پروسې د اسلامي امارت په داخلي او بهرني سیاسي تعامل او فعالې دیپلوماسۍ کوم اثر نه دی غورځولی، بلکې د پخوا په شان جریان لري.
د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته له سفرونو نه علاوه د اسلامي امارت استازو زموږ د هیواد ګاونډیو هیوادونو لکه ازبکستان، چین او ایران ته هم په بیلابیلو فرصتونو کې سفرونه کړي دي. په همدې سلسله کې د اسلامي امارت د مرستیال او د سیاسي دفتر د مشر محترم ملا برادر آخند په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ رتبه هیئت څو ورځې وړاندې ګاونډي هیواد پاکستان ته سفر وکړ او د دې هیواد له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او نور سیاسي چارواکو سره یې ولیدل.
پاکستان هیواد د افغانستان مهم ګاونډی دی، د دواړو هیوادونو ولسونه تر خپل منځ ګڼ مشترکات لري. په پاکستان کې میلیونونه افغان مهاجرین میشت دي. دغه راز ډېر افغانان هلته د کار او زده کړو لپاره هم ځي. له دغسې هیواد سره سیاسي تعامل د اسلامي امارت لپاره چې د افغانستان په اکثرو برخو واک لري یو مبرم ضرورت دی، تر څو د خپل ولس په نمایندګۍ ورسره خپل نظریات شریک کړي او د مهاجرینو، کارګرو، تجارانو او نورو اقشارو د ستونزو په حل کې خپل کوښښ وکړي.
د اسلامي امارت یو شمیر مخالفین چې د امریکایي یرغل په لومړیو کې یې افغان مجاهد ولس او اسلامي امارت د یوې وړې په اصطلاح باغي او تروریستي ډلې په حیث تبلیغاوه او د پردیو مټو په زور یې په دې سرلوړي هیواد د حاکمیت خیالونه وهل، اوس چې د اسلامي امارت حقانیت، نظامي قوت او سیاسي پرستیژ په نړیواله کچه د لمر غوندې روښانه شوی، نو د دوی خوبونه هم تښتیدلي دي. دوی د حقیقت او واقعیت دا لمر نه شي لیدلی، نو ځکه د حسد او کینې په اور کې لمبه کیږي.
خو دوی باید پوه شي چې حق او حقیقت هیڅکله د تل لپاره تر غبار لاندې نه پاتیږي. اوس هر څوک پوهیږي چې اسلامي امارت انکار ناپذیر واقعیت دی. په دې برخه کې د اسلامي امارت فعالې دیپلوماسۍ هم د نړۍ او سیمې هیوادونو ته قناعت ورکړی چې اسلامي امارت کولای شي په راتلونکې کې د یوه مسؤل جهت په حیث له سیمه ییزو هیوادونو او نړیوالو سره ګډ ژوند وکړي. په داسې ډول چې هم زموږ د مؤمن ولس سپیڅلي جهادي ارمانونه ترسره شوي وي او هم مو هیواد له اسلامي نظام، سولې، خپلواکۍ او پرمختګ څخه برخمن شوی وي.