د امریکا نوې اداره او د افغانستان مسئله

د اونۍ تبصره: د روان میلادي کال د جنوري په شلمه نیټه د امریکا متحده ایالاتو کې حکومتي واک د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له پخوانۍ ادارې څخه نوي ولسمشر جو بایډن ته انتقال شو. جو بایډن د امریکا څلورم ولسمشر دی چې د نورو مسائلو تر څنګ د افغانستان د جګړې مسؤلیت ورله غاړې […]

د اونۍ تبصره:
د روان میلادي کال د جنوري په شلمه نیټه د امریکا متحده ایالاتو کې حکومتي واک د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له پخوانۍ ادارې څخه نوي ولسمشر جو بایډن ته انتقال شو. جو بایډن د امریکا څلورم ولسمشر دی چې د نورو مسائلو تر څنګ د افغانستان د جګړې مسؤلیت ورله غاړې کیږي، په داسې حال کې چې ولس یې هیله لري چې باید نور دا شل کلنه جګړه پای ته ورسوي.
له جوبایډن څخه وړاندې د امریکا د درې نورو ولسمشرانو له جملې جورج بوش هغه څوک و چې په افغانستان په یرغل سره یې د دې جګړې اور بل کړ. ورپسې چې بارک اوباما راغی نوموړي د دې پر ځای چې د بوش د دورې له ناکامیو او ترخو تجربو یې عبرت اخیستی و، په پيل کې یې د افغانستان لپاره پوځي ستراتيژي جوړه کړه. په افغانستان کې یې د یرغلګرو پوځیانو شمیر تر ټولو لوړ حد ته ورساوه او فکر یې کاوه چې له پوځي لارې به دا موضوع حل کړي. خو د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې د بارک اوباما اداره په دې نظر وه چې د افغانستان موضوع پوځي حل نه لري، باید د خبرو له لارې دا موضوع حل شي.
له بارک اوباما وروسته چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، نوموړي د دې پر ځای چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي یې د بوش او اوباما په تجربو بناء کړې وای، په پیل کې د زور ازمویلو لاره اختیار کړه او د پوځي سرود په انګازو کې یې د افغانستان لپاره یوه جنګي ستراتیژي اعلان کړه. له جنګي عملیاتو زیاتولو نه علاوه یې د سیاسي فشار، تبلیغاتي جنګ او د امریکایي جنرال نیکولسن په اصطلاح د مذهبي فشار وسیلې یې هم وکارولې تر څو که وکولای شي د جګړې په میدان کې بریا خپله کړي. خو د تېر په شان د دې جنګي ستراتیژۍ ناکامي هم ژر رابرسیره شوه او د ډونالډ ټرمپ اداره دې حقیقت ته ورسیده چې باید مسئله د خبرو له لارې حل کړي. په دې ډول په قطر کې د مذاکراتو پروسه پيل شوه او د حوت په لسمه نیټه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د اشغال د خاتمې تړون امضاء شو.
اوس چې په امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ نوې ادارې واک په لاس کې اخیستی، نو د عقل او تجربې حکم دا دی چې باید د پخوانیو د ولسمشرانو جنګ پاروونکي کردارونه تکرار نه کړي. جو بایډن چې د بارک اوباما په اداره کې مرستیال پاته شوی او د هغه مهال د پوځي ستراتيژي له ناکامۍ څخه پوره معلومات لري. باید چې د افغانستان د مسئلې په اړه خپل سیاست په پخوانیو تجربو بناء کړي او کار له هغه ځایه تعقیب کړي چې له پخوانۍ ادارې څخه نیمګړی پاته دی.
باید ووایو چې له شل کلنو تجربو وروسته ثابت حقیقت دا دی چې د افغانستان مسئله پوځي حل لاره نه لري. د مذاکراتو پروسې تر اوسه پورې ښه نتیجه ورکړې او دا خبره ثابته شوې چې که د منازعې د حل اراده موجوده وي نو ټول مسائل د خبرو له لارې حل کیدلای شي. د افغانستان او امریکا دواړو خیر په دې کې دی چې بهرني ځواکونه د دوحې له تړون سره سم له افغانستانه ووځي تر څو زموږ د هیواد غصب شوی استقلال او تمامیت اعاده شي او په دې ډول معضله د حل مخه ومومي.