زړه بوږنوونکي قتلونه د څه لپاره؟

د اونۍ تبصره: له کومه وخته چې په دوحه کې د شویو توافقاتو له مخې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع مطرح شوې، له هماغې ورځې په کابل کې د اشرف غني ادارې هڅې پيل کړي دي، تر څو د بهرنيو ځواکونو د وتلو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي او […]

د اونۍ تبصره:

له کومه وخته چې په دوحه کې د شویو توافقاتو له مخې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع مطرح شوې، له هماغې ورځې په کابل کې د اشرف غني ادارې هڅې پيل کړي دي، تر څو د بهرنيو ځواکونو د وتلو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي او د دې لپاره یې بیلابیلو کړنو ته لاس اچولی دی.

د کابل ادارې چارواکي که له یوې خوا کوښښ کوي چې د دوحې د توافق د عملي کیدو په وړاندې خنډونه ایجاد کړي او په دې برخه کې یې د بندیانو موضوع، د سرو کرښو اعلان، د جګړې توندول او په نورو بیلابیلو طریقو یې هڅه کړې د سوله ییز حل وړاندې شوې لار نقشه بې اعتباره کړي. بل اړخ ته هڅه کوي چې د افغانستان حالات نړیوالو ته په ناسم ډول معرفي کړي تر څو غربي هیوادونه وهڅوي چې په افغانستان کې خپل پوځي شتون تمدید کړي.

په وروستیو څو میاشتو کې د کابل اداره مسلسل دا خبره دا اعلانوي چې په عملیاتو کې یې د القاعدې یا نورو ډولو بهرني وسلوال وژلي دی. په داسې حال کې چې په تیرو لسو کلونو کې دوی کله هم داسې ادعاوې نه وې کړې. د داسې ادعاوو ناڅاپي راپورته کیدل ښيي چې د کابل اداره غواړي په دروغو نړیوالو ته د افغانستان په اړه غلط معلومات ورکړي او افغانستان ورته په دروغو د القاعدې او نورو ډلو پناه ځای معرفي کړي.

بله دا چې د کابل ادارې استخباراتي شبکې مرموزو بریدونو او بوږنوونکو قتلونو ته کار ویلی. کله په روغتون، زیږنتون، تعلیمي ادارو او رسنیو بریدونه کوي او کله د ښار په منځ کې ښځې او ماشومان په نښه کوي او بیا یې په داسې حال کې عکاسي کوي چې کوچني ماشومان د ټپي شوې مور سر ته ژاړي. دغه راز په وروستیو کې په ننګرهار کې د ښځینه خبریالانو ډلییز قتل او بیا یې عکاسۍ او انځورونه په منظم ډول په رسنیو کې خپرول ټول د دې ښکارندوی دي چې دغه زړه بوږنوونکي قتلونه او بیا یي رسنیز کول د منظم پلان او سنجول شوي پروګرام له مخې ترسره کیږي.

د کابل اداره هڅه کوي د دغسې زړه بوږنوونکو صحنو په رسنیز کولو سره نړیوالو ته د افغانستان حالت ډیر خطرناک او وحشتناک وښيي. افغانستان ورته د بې ګناه ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو قتلګاه معرفي کړي. تر څو نړیوال او ښکیل هیوادونه د افغانستان په اړه د عقلاني موقف نیولو پر ځای عاطفي غبرګون ته اړ باسي.

د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه یې چې په خپل وخت د کابل ادارې دغه وحشیانه اعمال او قلتونه غندلي، یو ځل بیا په هیوادوالو او نړیوالو ته دا خبره اعلانوي چې د مرموزو او زړه بوږنوونکو قتلونو وروستۍ لړۍ د کابل ادارې استخباراتي کړنې دي. چې غواړي د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د ملت وینې وبهوي. هیوادوال او نړیوال باید د دغسې وحشیانه اعمالو پر ضد غږ پورته کړي. ملل متحد او د بشر د حقوقو سازمانونه باید د دې بریدونو څیړنه وکړي او یوازې په مطبوعاتي غبرګون دې بسنه نه کوي.