اسلامي نظام کوم مبهم یا مجمل مفهوم نه دی

د اونۍ تبصره: افغانستان له خاصو شرائطو تیریږي، له امریکایانو سره د شوي توافق په اساس د خارجي ځواکونو وتل جریان لري. زموږ ولس منتظر دی چې د اشغال له خاتمې وروسته به په افغانستان کې د یوه شرعي اسلامي نظام په راتګ سره د افغان مؤمن ولس د کلونو کلونو ارمان پوره کیږي. اسلامي […]

د اونۍ تبصره:

افغانستان له خاصو شرائطو تیریږي، له امریکایانو سره د شوي توافق په اساس د خارجي ځواکونو وتل جریان لري. زموږ ولس منتظر دی چې د اشغال له خاتمې وروسته به په افغانستان کې د یوه شرعي اسلامي نظام په راتګ سره د افغان مؤمن ولس د کلونو کلونو ارمان پوره کیږي. اسلامي نظام لکه څنګه چې الهي امر دی او پر مسلمانانو یې اقامه لازمه ده، دغه راز زموږ د ولس متفقه غوښتنه هم ده. تر دې چې په دوحه کې له امریکایانو سره د شوي توافق په متن کې هم دا خبره تسجیل شوې ده چې له اشغال وروسته به په افغانستان کې حکومت اسلامي وي. پر دې اساس ویلی شو چې  په افغانستان کې د اسلامي نظام راتګ یو داسې واقعیت دی چې دیني، ولسي او هراړخیزه پشتوانه او ملاتړ له ځان سره لري.

خو که یوه اړخ ته زموږ مؤمن ولس د اسلامي نظام نفاذ ته شیبې شماري بل اړخ ته د اسلامي نظام مخالفین په بیلابیلو طریقو هڅه کوي چې د دې موضوع په اړه خلکو ته شکونه ورواچوي او په اصطلاح په خړو اوبو کې کبان ونیسي.

په دې ورځو کې د کابل ادارې یو شمیر رسنیو دا خبره ګرمه کړې ده، چې اسلامي نظام یو مجمل او مبهم مفهوم دی، چې تفصیل او وضاحت یې نه دی موجود. نو ځکه دا سخته ده چې  په اوس وخت کې دغه نظام پلی شي.

د اسلامي نظام دغو مخالفینو ته باید ور په یاد کړو، چې الله تعالی اسلام د یوه کامل او شامل دستور په حیث ځمکې ته رالیږلی چې تر قیامته  په هر زمان او مکان کې د انسانانو ټولې ستونزې او معضلې حل کولای شي. اسلام حتی د ژوند د ډیرو جزئي او معمولي اړخونو لپاره څرګند قوانین لري. سیاسي نظام چې د انساني ژوند له مهمو امورو ګڼل کیږي، اسلام یې په اړه واضح او د لمر غوندې روښانه اصول لري. د اسلام له نظره پر ځمکه د الهي لارښوونو سره سم اسلامي حکومت جوړول د مکلفو انسانانو له اصلي دندو ګڼل کیږي. زموږ اسلامي تاریخ هم د اسلامي نظام د حاکمیت ښکاره بیلګې لري، دیني علم په دې اړه پوره وضاحت لري نو بناء په دې مسئله کې هیڅ ابهام شتون نه لري.

هغه کسان چې وایي اسلامي نظام په اوسني عصر کې د تطبیق وړ نه دی، اصلا  د اسلام د ماهیت په اړه پوهه او معلومات نه لري. اسلام هغه دین او دستور دی چې د قیامت تر ورځې د انساني ژوند لارښود دی او له دې وروسته بل دین نه راځي.

بله دا چې دوه لسیزې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت عملا وښودله چې اسلامي نظام په اوس عصر کې هم د تطبیق وړ دی. د افغانستان اسلامي امارت چې د اسلامي نظام د تطبیق تجربه لري، په دې باور دی چې د افغانستان د مسئلې بنیادي حل په دې هیواد کې د رښتیني اسلامي نظام جوړیدل دي. زموږ مؤمن ولس چې د دې ارمان لپاره یې بې شمیره قربانۍ ورکړې دي په بل هیڅ ډول نظام قناعت نه لري. نو ځکه باید ټول داخلي او بهرني جهتونو د افغان ولس د دې مشترک ارمان او غوښتنې په وړاندې تمکین وکړي او له بې ځایه بهانه جویي او خنډ اچولو څخه لاس واخلي.