مبهم اظهارات د هیڅ اړخ په ګټه نه دي

د اونۍ تبصره: په داسې حال کې د افغانستان د قضیې د حل په مقصد د خبرو اترو پروسه مهم پړاو ته رسیدلې او په نږدې راتلونکې کې باید د دوحې د توافق سره سم بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، بل اړخ ته د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ادارې چارواکو د افغانستان […]

د اونۍ تبصره:

په داسې حال کې د افغانستان د قضیې د حل په مقصد د خبرو اترو پروسه مهم پړاو ته رسیدلې او په نږدې راتلونکې کې باید د دوحې د توافق سره سم بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، بل اړخ ته د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ادارې چارواکو د افغانستان د قضیې اړوند په متناقضو او مبهمو اظهاراتو پيل کړی دی.
د جو بایډن په مشرۍ د سپینې ماڼۍ نوي چارواکي که له یوې خوا د دوحې توافق ته د ژمنتیا خبره کوي، بل اړخ ته کله ناکله داسې څه هم وایي چې د افغانستان په اړه د دوی د موقف په ناڅرګندتیا یا زړه نا زړه توب دلالت کوي.
زموږ په باور د افغانستان د قضیې حل لاره نور د ابهام او ناڅرګندتیا له دائرې راوتلې ده. له امریکایي اړخ سره د اوږدو مذاکراتو، ورپسې د دوحې توافق او له هغه څخه نړیوال هر اړخیز ملاتړ د افغانستان د قضیې د حل لر لید روښانه کړی دی. د توافق له مخې دواړو اړخونو ته څرګند او معلوم مسؤلیتونه متوجه شوي دي چې باید ترسره یې کړي. که چیرې دې توافق ته واقعي ژمنتیا او د موضوع د حل په اړه رښتیني اراده موجوده وي نو هیڅ داسې څه نشته چې د ابهام او سردرګمۍ لامل شي.
اصلا د امریکایي اړخ لپاره د ابهام او بن بست حالت د دوحې له توافق وړاندې جنګي حالت و، چې نه یې په افغانستان کې د پوځي بریا امکان لید او نه یې د شاتګ لپاره کومه ابرومندانه لاره درلوده. کلونه کلونه امریکایي عسکر په یوه داسې جګړه کې مشغول و چې سپیني ماڼۍ ورته هیڅ داسې تعریف نه درلود چې امریکایي ولس ورباندې قانع کړي. اوس چې د دې جګړې د پای ته رسولو لاره روښانه شوې او په دې برخه کې له تیر یوه کال راهیسې مهم او د حساب وړ اقدامات شوي،نو د سپیني ماڼۍ چارواکي باید د زړه نا زړه توب یا ابهام له حالته ځان را وباسي او په پوره واقع بینۍ سره د مسائلو د حل په خوا ګامونه پورته کړي.
بله دا چې د روښانه مسائلو په اړه مبهم اظهارات پرته له دې چې بې باوري رامنځته او موجوده فرصت زیانمن کړي بله هیڅ ګټه نه لري. څرنګه چې د افغانستان د اشغال او جګړې دوام د هیڅ اړخ په ګټه نه دی، همداسې هغه اظهارات چې د مسئلې د حل فرصت سوزوي او بې باوري رامنځته کوي هم د هیڅ لوري په ګټه نه دي.
د افغانستان اسلامي امارت چې همیشه یې خپل موقف په روښانه ټکو اعلان کړی یو ځل بیا دا خبره اعلانوي چې د افغانستان مسئله لکه څنګه چې په تیرو نولسو کلونو کې د بهرنیو عسکرو د حضور په تمدید نه ده حل شوې له دې وروسته هم نه حل کیږي. د مسئلې د حل تر ټولو ښه او منطقي لاره هماغه د تفاهم سوله ییز لاره ده چې د دوحې توافق ورباندې شوی دی. نور د دې وخت دی چې هماغه توافقنامه له کاغذ څخه د عمل ډګر ته را وایستل شي او ټکي په ټکي عملي شي، له دې پرته نورې ټولې لارې د بحران د تمدید په معنی دي.