نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اونۍ تبصره: په داسې حال کې چې امریکایي او داخلي چارواکي په دوحه کې له شوې توافقنامې څخه پرلپسې سرغړونې کوي، په بمبارونو او شپنیزو عملیاتو کې روزانه عام ولسي وګړي ژوند له لاسه ورکوي. بل اړخ ته د بندیانو د تبادلې موضوع هم د کابل چارواکو لخوا له خنډ سره مخامخ شوې او […]
د اونۍ تبصره: زموږ د هیواد عام ولس چې څلویښت کلنو جګړو او څپڅپانده حالت ځپلی، تر دې چې د ژوند اساسي ضروریات په ډیره سختي پیدا کوي اوس تازه یو نوي نړیوال بحران ( کرونا) هم ورته درانه اقتصادي مشکلات پېښ کړي دي. په وروستیو اتلسو کلونو کې د نا اهله حاکمانو لخوا د […]
د اونۍ تبصره: په دې وروستیو کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه داسې خبرونه ورکول کیږي چې امریکایي ځواکونو د قطر په دوحه کې له شوي توافق څخه سرغړونې کوي. په وروستیو څو اونیو کې د افغانستان په جنوبي او شمال ختیځو ولایاتو کې بیا بیا د هوایي بریدونو خبر ورکړل شو چې په […]
داونۍ تبصره: کرونا ناروغي په نړیوال بحران اوښتې. نږدې ټولې نړۍ ته یې سرایت کړی او د انسانانو ژوند یې دومره متأثر کړی چې په وروستیو لسیزو کې یې ساری نه و لیدل شوی. د ملګرو ملتونو سازمان کرونا د خپل تاریخ تر ټولو ستر نړیوال بحران بللی. نړیوال اقتصاد، راکړه ورکړه، حمل و نقل، […]
د اونۍ تبصر: د اسلامي امارت او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د اشغال د خاتمې تړون د افغانستان د قضیې په حل کې یو مهم او اساسي ګام ګڼل کیږي چې په لومړي ځل یې د مسئلې د حل لوری جوت کړ. خو لکه څنګه چې د اشغال خاتمه د مسئلې د خارجي […]
د اونۍ تبصره: د کرونا وایروس په نوم ناروغي د بشریت لپاره په ستر او نړیوال آزمویښت بدله شوې ده. دا ناروغي چې له پیدا کیدو یې ایله درې میاشتې پوره کیږي تر اوسه یې د نړۍ ټولو وچو ته سرایت کړی او لا هم په ډیر سرعت د خپریدو په حال کې ده. دې […]
د اونۍ تبصره: له هغه ورځې چې د قطر په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د استازو او امریکایي چارواکو تر منځ د افغانستان د اشغال د خاتمې توافق امضاء شوی دی، دا دی دوه اونۍ پوره کیدونکې دي. خو لا هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د دې توافق په ملاتړ […]
د روان کال د حوت دمیاشتې په لسمه چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري له ۲۹ سره برابره وه، د اسلامي امارت د سیاسي استازو او د امریکا د متحده آیالاتو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د قطر په دوحه کې د اشغال د خاتمې او هیواد ته د سولې راوستلو توافقنامه امضاء شوه. دغه […]
د اونۍ تبصره: زموږ مؤمن ولس او سرلوړی هیواد د خپل زرین تاریخ په تسلسل کې یو ځل بیا له ټاکونکو شېبو تیریږي. د افغان ولس په نمایندګۍ د اسلامي امارت استازي د امریکا دمتحده آیالاتو له لوړپوړو چارواکو سره غونډه کوي تر څو د بهرنیو ځواکونو د وتلو هغه قرارداد امضاء کړي چې له […]
د اونۍ تبصره: څو ورځې وړاندې په امریکا کې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د دموکرات ګوند یوه کاندید جو بایډن په خپلو غیرمسؤلانه اظهاراتو کې د افغان ولس ملي وحدت تر پوښتنې لاندې ونیو او ویې ویل چې افغانستان یو متحد ملت نه لري. د نوموړي اظهاراتو د افغانانو تر منځ پراخ غبرګونونه راوپارول […]
د اونۍ تبصره: یو ښه پرمختګ دا دی چې اوس ټول افغان ولس او په خاص ډول د هیواد سیاسي قشر دې نتیجې ته رسیدلی چې په افغانستان کې د روان بحران او د جګړییزو ناخوالو د دوام اساسي علت بهرنی اشغال دی او تر څو چې بهرني ځواکونو له هیواده نه وي وتلي دغه […]
د اونۍ تبصره: تر ۷۰ کاله زیات وخت کیږي چې فلسطین د مظلومیت او له حقه حقوقو د محرومیت سمبول ګرځيدلی. فلسطینیي مسلمانان د ځمکې د مخ تر ټولو مظلوم خلک دي چې د خپل تاریخي هیواد (فلسطین) ۸۵ فیصده خاوره ترې په زور او تزویر نیول شوې او د نفوس نیمایي برخه یې په […]
د اونۍ تبصره: په تیرو دوو ورځو کې د ګوډاګي رژیم د مشرتابه دوو مهمو چارواکو په خپلو څرګندونو سره ثابته کړه چې د ارګ اجیر واکمن په هیڅ صورت په افغانستان کې د روان بحران سوله ییز حل ته آمادګي نه لري او ټوله هڅه یې دا ده چې د جنګ لمبې تودې پاته […]
د اونۍ تبصره: دا څو ورځې په عامه رسنیو کې دا موضوع توده ده چې د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان په اکثره ښارونو کې د غلا، لوټمارۍ، قتل او اختطاف پيښې زیاتې شوي دي. د لوټماریو له اړخه تر ټولو ناامنه سیمه کابل ښار دی، چې په رڼا ورځ له خلکو موټر، پیسې، […]
د اونۍ تبصره: په ګران هیواد افغانستان کې د ژمي موسم له سختو واورو او ورښتونو سره پیل شوی دی. د واورو ورښت که له یوې خوا د راتلونکي کال د آبادۍ زیری له ځان سره لري او د هیوادوالو په زړو کې د ښیرازۍ هیلې زرغونوي، بل اړخ ته یې یو لړ مشکلات هم […]