بمبارونه چې د افغان ولس د سولې امیدونه رژوي

د اونۍ تبصره: په دې وروستیو کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه داسې خبرونه ورکول کیږي چې امریکایي ځواکونو د قطر په دوحه کې له شوي توافق څخه سرغړونې کوي. په وروستیو څو اونیو کې د افغانستان په جنوبي او شمال ختیځو ولایاتو کې بیا بیا د هوایي بریدونو خبر ورکړل شو چې په […]

د اونۍ تبصره:

په دې وروستیو کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه داسې خبرونه ورکول کیږي چې امریکایي ځواکونو د قطر په دوحه کې له شوي توافق څخه سرغړونې کوي. په وروستیو څو اونیو کې د افغانستان په جنوبي او شمال ختیځو ولایاتو کې بیا بیا د هوایي بریدونو خبر ورکړل شو چې په ډیرو دا وړ حملو کې ملکي وګړو ته درانه تلفات رسیدلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت چې د مقابل اړخ دغه سرغړونې او له تړون څخه تخلفات په منظم ډول را ټولوي او له مقابل اړخ او رسنیو سره یې شریکوي، څو ورځې وړاندې یې د یوې اعلامیې په صدور سره د دغسې کړنو د تکرار له امله د جدي پایلو خبرداری ورکړ او مقابل اړخ یې د مسلسلو سرغړونو له امله ملامت وباله.
د بمبارونو دوام او له شوي توافق څخه د امریکایي ځواکونو سرغړونو په افغان ولس کې هم قهر راپارولی دی، په سوشل میډیا او نورو رسنیو کې عام افغانان او د نظر خاوندان دغه اقدامات د امریکایي ځواکونو یو سوله ضد حرکت ګڼي چې په دې سره به پیل شوې پروسې ته زیان واوړي، جګړه به دوام پیدا کړي او ملامتیا به یې ټوله د امریکایي اړخ په غاړه وي.
خو د تعجب ځای دا دی چې د ملل متحد په شمول د نړۍ هیوادونو او سازمانونه چې د سولې د پروسې او توافق کلک ملاتړ یې کړی و اوس چې د امریکایي اړخ لخوا له دې تړون څخه سرغړونې کیږي ملګرو ملتونو او نور سازمانونو یې په اړه مطلقه خاموشي اختیار کړې ده.
په کار خو دا وه چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه راز د سیمې او نړۍ د مطرحو هیوادونو سیاسي مشرانو د سولې له توافق څخه د مکررو سرغړونو موضوع جدي نیولې وای. تر څو په دې اړه ملامت او سلامت معلوم شوی او سرغړوونکي تنبیه شوي وای تر څو د وضعیت د نور خرابي څخه مخنیوی شوی وای.
اسلامي امارت چې د اسلام د مبارک دین اخلاقي اصولو ته ژمن صف دی او په خپل کړي تعهد وفا خپله وجیبه بولي تر اوسه یې له ترسره شوي توافق څخه سرغړونه نه ده کړې. خو مقابل اړخ لکه څنګه چې د بندیانو تبادله په بیلابیلو بهانو سره ځنډوي له دې علاوه د هوایي بریدونو او ځینو شپنیو عملیاتو په ترسره کولو سره هم له توافقنامې څخه سرغړونه کوي.
مقابل اړخ باید په دې پوه شي، چې اسلامي امارت په تیرو اتلسو کلونو کې د نړیوالو یرغلګرو د خورا سترو بریدونو په وړاندې په بریا سره مقاومت کړی او د اشغالګرو ټولې دسیسې او فشارونو یې په وړاندې ناکام شوي دي. نو بناء اوس هم اشغالګر نه شي کولای د نظامي بریدونو په دوام سره اسلامي امارت پوځي قوت ته کوم زیان ورسوي. البته د دغو بریدونو دوام به د سوله ییز حل پروسه زیانمنه کړې، جګړه به اوږده کړي چې پایله به یې د اشغالګرو لپاره ځاني او مالي زیانونه او د ناکامو تجربو تکرار وي.
موږ په افغان ولس، د نړۍ په سوله خوښو او خپلواکو سازمانونو غږ کوو چې اجازه ورنکړي تر څو د مسلسلو سرغړونو په پایله کې د افغانستان د موضوع د حل امیدونه ورژیږي او هغه توافق زیانمن شي چې زموږ په هیواد کې د جګړې او اشغال د پای ته رسیدو او د ستومانه ولس د هیلو د پوره کیدو لار او لوری تعینوي.