ګوډاګیان او د سولې څرګند مخالفت

د اونۍ تبصره: په تیرو دوو ورځو کې د ګوډاګي رژیم د مشرتابه دوو مهمو چارواکو په خپلو څرګندونو سره ثابته کړه چې د ارګ اجیر واکمن په هیڅ صورت په افغانستان کې د روان بحران سوله ییز حل ته آمادګي نه لري او ټوله هڅه یې دا ده چې د جنګ لمبې تودې پاته […]

د اونۍ تبصره:
په تیرو دوو ورځو کې د ګوډاګي رژیم د مشرتابه دوو مهمو چارواکو په خپلو څرګندونو سره ثابته کړه چې د ارګ اجیر واکمن په هیڅ صورت په افغانستان کې د روان بحران سوله ییز حل ته آمادګي نه لري او ټوله هڅه یې دا ده چې د جنګ لمبې تودې پاته شي.
په داسې حال چې په قطر هیواد کې د مذاکراتو پروسه یوه ټاکونکي پړاو ته نږدې شوې ده او په کور دننه د هیوادوالو په زړونو کې د سولې هیلې په زرغونیدو دي، د ارګ بې واکه واکمن اشرف غني په سویس هیواد کې له خبریالانو سره په خبرو کې نه یوازې په څرګنده د سولې د پروسې مخالفت کړی بلکې نورې یې هم بې مسؤلیته خبرې کړې دي.
د اشرف غني په تعقیب د نوموړي د ټاکنیز ټیم لومړني مرستیال په کابل کې د سولې په عنوان یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا په مهال د جنګ د دوام شعارونه پورته کړل او په صراحت یې وویل چې د سولې په پروسه باور نه لري، د اشرف غني مرستیال وویل چې که امریکا له افغانستانه ووځي هم، نوموړی به جګړې ته دوام ورکړي. خو هغه دا هیر کړي و چې د امریکایانو وتل دا معنی چې د پوځيانو په شان به یې ټول روزلي جاسوسان هم له افغانستانه وځي نو ځکه به ده ته د افغانستان د وضعیت خرابولو فرصت په لاس ورنشي.
د اشرف غني او د هغه د مرستیال لخوا د سولې د پروسې دغه ډاګیز او صریح مخالفت څرګندوي چې دغه بې خاصیته ټولی چې د پردو اشغالګرو هر امر ته لاس په نامه ولاړ دي، خو د افغان اولس لپاره سوله ییز ژوند نه شي زغملی،دوی له دې ملت او هیواد سره هیڅ د خپلوۍ او خواخوږۍ رشته نه لري. دوی لکه څنګه چې یې میاشتنی معاش تر پردو تړلی همداسې یې فکر، عاطفه، ارزښتونه او معیارونه هم پردي دي، نو ځکه د نیویارک او واشنګټن لپاره امن خو د کابل او کندهار لپاره د جګړې دوام غواړي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی چې د اشغالګرو له وتلو وروسته به د افغانستان روان بحران پای مومي. افغان اولس چې اوږدو جګړو ځورولی هیڅ پردي ګوډاګي او بې افتخاره جاسوس ته به اجازه ورنکړي چې د جګړې اور بل وساتي. زموږ مؤمن او په خپلواکۍ مین ولس د بهرنیو جاسوسانو د ټکولو او شړلو پخه تجربه لري. د ملت جهادي عزم ته چې د جاسوسانو باداران نه وي ټینګ شوي غلامان یې هم نه شي کولای شرارت ته دوام ورکړي.
ټول هیوادوال پوهیږي چې د سولې په وړاندې د هیواد دښمنه ګوډاګیانو موضع ګیري او ناوړه تبلیغات د هغوی د بې وسۍ وروستۍ هڅې دي. د هیواد د سیاسي قشر هغه اشخاص او ډلې چې د دې ملت درد احساسوي او په سوله ییز افغانستان باور لري، دوی به په ګډه د سوله ییز حل په خوا مخ وړاندې ځي او د سولې ددښمنانو امیدونه به نامراده کیږي. ان شاءالله.