اوربند ته باید د توافقنامې له مخې ورسیږو

د اونۍ تبصره: په داسې حال کې چې امریکایي او داخلي چارواکي په دوحه کې له شوې توافقنامې څخه پرلپسې سرغړونې کوي، په بمبارونو او شپنیزو عملیاتو کې روزانه عام ولسي وګړي ژوند له لاسه ورکوي. بل اړخ ته د بندیانو د تبادلې موضوع هم د کابل چارواکو لخوا له خنډ سره مخامخ شوې او […]

د اونۍ تبصره:

په داسې حال کې چې امریکایي او داخلي چارواکي په دوحه کې له شوې توافقنامې څخه پرلپسې سرغړونې کوي، په بمبارونو او شپنیزو عملیاتو کې روزانه عام ولسي وګړي ژوند له لاسه ورکوي. بل اړخ ته د بندیانو د تبادلې موضوع هم د کابل چارواکو لخوا له خنډ سره مخامخ شوې او په زندانونو کې زرګونه بندیان چې د کرونا خطر ورته متوجه دی او د توافقنامې له مخې باید آزاد شوي وای، لا هم نه دي آزاد شوي. د کابل چارواکي له دې اصلي او بنیادي مسائلو څخه د خلکو د توجه اړولو لپاره پرلپسې داسې غوښتنې کوي چې له توافقنامې سره اړخ نه لګوي.
دا څووم ځل دی چې اشرف غني له اسلامي امارت څخه د اوربند غوښتنه کوي. خو په عین حال کې نوموړي د هغې توافقنامې د تطبیق په وړاندې خنډ دی، چې له مخې یې دواړه اړخونه د اشغال خاتمې، د بین الافغاني مذاکراتو پیل او بالاخره اوربند او د مسئلې بنیادي حل ته رسیدلای شوای.
په دوحه کې د شوي توافق په متن کې د اوربند یادونه شته، خو په زماني لحاظ د توافقنامې په وروستي پړاو کې، د توافقنامې له مخې لومړی باید د بهرنیو ځواکونو وتل او د بندیانو تبادله ترسره شي، تر څو بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شي. په بین الافغاني مذاکراتو کې به اوربند یوه موضوع وي چې له توافق وروسته باید عملي شي.
اسلامي امارت لکه پخوا چې ویلي یو ځل بیا په دې خبره ټینګار لري چې موږ یوازې په هغه څه عمل ته ژمن یو چې په توافقنامه کې مو ورباندې لاسلیک کړی دی. موږ باور لرو چې د حل لاره یوازې همدا ده چې توافقنامه له خپل زماني چوکاټ سره مرحله په مرحله تطبیق شي. مقابل اړخ ته هم همدا وایو چې د نامعقولو او له وخت وړاندې غوښتنو پر ځای دې د توافقنامې تطبیق ته د اولیت حق ورکړي او په دې برخه کې دې له بې ځایه تعلل او تأخیر څخه ځان ځان وژغوري.
اشرف غني او د کابل ادارې چارواکي داسې وانمود کوي لکه روانه جګړه چې له یوه اړخه روانه وي. دوی فقط له اسلامي امارت څخه غوښتنې لري او د جګړې پای ته رسول د اسلامي امارت یو اړخیز مسؤلیت بولي، حال دا چې پخپله درګرده د بمبارونو او نظامي عملیاتو سلسله جاري ساتي. په دې برخه کې یو شمیر بې انصافه رسنۍ او سیاسي اشخاص هم یوازې یوه اړخ ته متوجه دي. دوی دا هېر کړي چې په دوحه کې د امضاء شوې توافقنامې له مخې د افغانستان د موضوع د سیاسي حل لار نقشه تعین شوې ده. چې هم یې د افغانستان سیاسي جهتونو هرکلی کړی او هم دسیمې او نړۍ هیوادونو ترې ملاتړ اعلان کړی تر دې چې دملګرو ملتونو لخوا هم تائید شوې ده.
اوس چې د کابل ادارې چارواکي دغه منل شوې توافقنامه له نظره غورځوي، د تطبیق په اړه یې زړه نا زړه نه دي او له دې علاوه فوق العاده غوښتنې لرې، دا د دوی ستونزه ده چې اسلامي امارت ته یې باید د ملامتیا ګوته ونه نیول شي.