افغان اولس تر خپل منځ نه شلیدونکی یووالی لري

د اونۍ تبصره: څو ورځې وړاندې په امریکا کې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د دموکرات ګوند یوه کاندید جو بایډن په خپلو غیرمسؤلانه اظهاراتو کې د افغان ولس ملي وحدت تر پوښتنې لاندې ونیو او ویې ویل چې افغانستان یو متحد ملت نه لري. د نوموړي اظهاراتو د افغانانو تر منځ پراخ غبرګونونه راوپارول […]

د اونۍ تبصره:
څو ورځې وړاندې په امریکا کې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د دموکرات ګوند یوه کاندید جو بایډن په خپلو غیرمسؤلانه اظهاراتو کې د افغان ولس ملي وحدت تر پوښتنې لاندې ونیو او ویې ویل چې افغانستان یو متحد ملت نه لري. د نوموړي اظهاراتو د افغانانو تر منځ پراخ غبرګونونه راوپارول او دا خبرې یې د افغانستان له واقعي وضعیت څخه د نوموړي د ناخبرۍ نښه وګڼله.
د جوبایډن خبرې ځکه بې ځایه او بې اساسه وې چې افغانستان د سیمې او نړۍ په سطحه هغه هیواد دی چې په دیني، کلتوري او تاریخي لحاظ متحد ترین او یو موټی ولس لري. په حقیقت کې یو له هغو عواملو چې افغانستان یې د سترو ابتلاوو، یرغلونو او امتحاني حالاتو څخه روغ را ایستلی او د یوه هیواد په حیث خپل شتون نه دی بایللی هغه په دې خاوره د میشتو خلکو تر منځ نه شلیدونکی اتحاد او اخوت دی.
تاریخ شاهددی چې د وروستیو پیړیو سترو سیاسي بحرانونو، نړیوالو جګړو او استعماري دسیسو ډیرې جغرافیې تغیر کړې او ډیر ولسونه یې وویشل. مګر افغانستان د یوه هیواد په حیث خپل جوړښت وساته، چې همدا یې د ولس تر منځ د خپلمنځي یووالي نغد دلیل دی.
باید ووایو چې د افغان ولس د بیلابیلو پرګنو تر منځ اتحاد له ګډ دین، ګډ کلتور، ګډ تاریخ او ګډو ارزښتونو څخه سرچینه اخلي. بهرنیانو بیابیا هڅې کړې دي چې د متحد افغان ولس تر منځ دکرکې او بیلتون تخمونه وکري، د همدې مقصد لپاره یې یو ځل په نوي یمو کلونو کې د تنظیمي مشرانو تر منځ د شخصي هوس او اقتدار جنګونه د قومي جګړو په حیث تشهیر او تبلیغ کړل او بیا یې په دې وروستۍ څو کلنه دوره کې د قومي تربګنیو د خپراوي لپاره بیلابیلې رسنۍ او نفاق خپروونکي ګوندونه رامنځته کړل تر څو قومي نفاق خپور کړي.
خو افغان ولس د الله تعالی په نصرت د دښمن ټولې دسیسې شنډې کړې، په خپل اتحاد او اخوت ساتلو سره یې د جوبایډن په شان د قومي نفاق د مبلغینو هیلې نامراده کړې، تر دې چې هغه د قوم په نوم سیاست کوونکي چې اشغالګرو اکمالول د ولس په وړاندې ناکام او مختوري شول او هیچا یې ملاتړ ونه کړ. د بهرنیانو نفاق خپروونکو دسیسو ته د ولس د قاطع ځواب یوه بیلګه تېرې تش په نامه ټاکنې دي. اشغالګرو غوښتل د دې ټاکنو او قومپرستانه شعارونو په بدرګه کولو سره د نفاق اور بل کړي، خو ولس په بشپړ اتفاق سره له دې تش په نامه ټاکنو سره پریکون وکړ او نفاق خپروونکي یې نامراده کړل.
د افغانستان اسلامي امارت په دې نظر دی چې د افغانستان مؤمن ولس تر خپل منځ مثالي او نه شلیدونکی یووالی او اتحاد لري. هغوی چې د افغان ولس د اتحاد په اړه ناسم اظهارات کوي یا خو زموږ د هیواد او ولس په اړه رښتیني معلومات نه لري او یا دا چې زموږ د ملت متحدانه جهاد یې په زړه ژور داغونه ایښي نو ځکه په دې اړه ناسم اظهارات کوي.