د نادارو سره مرسته یو اخلاقي مسؤلیت

د اونۍ تبصره:  زموږ د هیواد عام ولس چې څلویښت کلنو جګړو او څپڅپانده حالت ځپلی، تر دې چې د ژوند اساسي ضروریات په ډیره سختي پیدا کوي اوس تازه یو نوي نړیوال بحران ( کرونا) هم ورته درانه اقتصادي مشکلات پېښ کړي دي. په وروستیو اتلسو کلونو کې د نا اهله حاکمانو لخوا د […]

د اونۍ تبصره: 
زموږ د هیواد عام ولس چې څلویښت کلنو جګړو او څپڅپانده حالت ځپلی، تر دې چې د ژوند اساسي ضروریات په ډیره سختي پیدا کوي اوس تازه یو نوي نړیوال بحران ( کرونا) هم ورته درانه اقتصادي مشکلات پېښ کړي دي.
په وروستیو اتلسو کلونو کې د نا اهله حاکمانو لخوا د غصب، احتکار، سود او نورو اقتصادي فسادونو په پایله کې د افغانستان د ښارونو اوسیدونکي په دوو طبقو ویشل شوي، یو کم اقلیت یې چې حکومتي واک او اقتصادي منابع په لاس کې لري، د میلیونونو ډالرو په حساب پانګې لري او لا هم د ناروا استثمار او حرامخورۍ په توسط خپلې پانګې ډیروي او په بهر کې بانکي حسابونو ته یې لیږي. خو بالمقابل د ښاري هیوادوالو مطلق اکثریت یې غریبان او کم وسه دي چې د ورځنۍ ګټې او مزدورۍ په مټ د ژوند ارابه اړوي.
د کرونا د ناروغۍ له امله چې ښارونه تړل شوي، کارځایونه، حمل و نقل او نور اقتصادي فعالیتونه په ټپه دریدلي ورسره د اکثریت ښاریانو د روزمره ګټې او رزق موندلو مدرکونه هم معطل شوي دي. دې حالت د اولیه توکو دنه شتون بحران ته لاره هواره کړې او اکثره بې وسه ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
بل اړخ ته له ښاره بهر کلیوالې سیمې چې خلک یې د خپلو کروندو په حاصلاتو ژوند تیروي، د کرونا بحران په داسې حال کې راغلی چې غنم او نور حبوبات لا نه دي رسیدلي، چې طبعا د کال په دې وخت کې خلک د حبوباتو، میوو او نورو حاصلاتو د نه رسیدو له امله د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ وي. دې حالت د خوراکي توکو د کمښت یو پراخ بحران ته زمینه برابره کړې چې که یې د جبیرې هڅه ونه شي ډیر غریب هیوادوال به ترې وکړیږي.
لله الحمد موږ یو اسلامي ملت یو. د اسلام مبارک دین موږ ته لارښوونه کوي چې د بې وسه خلکو د حال پوښتنه وکړو، که بل مسلمان ورور مو ډوډۍ نه لري خپله ډوډۍ باید ورنیمه کړو او د ژوند د ستونزو په حل کې خپل اخلاص او کومک ترې ونه سپموو.
که زموږ مؤمن ولس په دې امتحاني حالاتو کې د اسلام په زرینو لارښوونو عمل وکړي، د ګاونډیانو، بې وسو، فقیرانو، ناروغانو او نورو عامو مسلمانانو حقوق پر ځای او هر مسلمان له نورو سره د احسان او صله رحمۍ فریضه عملي کړي. نو بې له شکه به زموږ مؤمن ولس له دې آزمون څخه بریالی راووځي. ځکه د اسلامي لارښوونو په تعمیل سره د الله تعالی برکات رانازلیږي، الله تعالی د مؤمنانو نصرت کوي او ابتلاء آسانیږي.
د افغانستان اسلامي امارت چې د خپل مسلمان ولس خدمت او مرسته خپل ایماني او وجداني فریضه بولي، په وس لرونکو هیوادوالو هم غږ کوي چې د نادارو هیوادوالو مرسته وکړي. هر توان لرونکی باید په خپل مسجد، کلي او یا د ښار په محل کې د خیریه مرستو او محتاجو خلکو سره د کومک اقدام وکړي، تر څو کوم مسلمان ورور د خوراکي موادو د کمښت له امله ونه ځوریږي. هیوادوال باید په دې اضطراري حالاتو کې د دروغجنو او فاسدو چارواکو په تبلیغاتو غلط نه شي او نه دې هم د هغوی د څلور نیم کیلو غنمو د مرستې په تمه کیني. فاسد چارواکي چې د ملت د رګونو وینې زبیښي هغه احساس او عاطفه نه لري چې د نادارو افغانانو درد ورباندې حس کړي.
دا چې د روژې مبارکه میاشت را رسیدلې، د عباداتو او صدقاتو دا میاشت موږ ته نور هم د ورورولۍ، همدلۍ او خواخوږۍ پیغام راکوي نو ځکه باید د خپل ګاونډ بې وسه خلک هېر نه کړو.