تاریخي شیبې او عامه مسؤلیت

د اونۍ تبصره: زموږ مؤمن ولس او سرلوړی هیواد د خپل زرین تاریخ په تسلسل کې یو ځل بیا له ټاکونکو شېبو تیریږي. د افغان ولس په نمایندګۍ د اسلامي امارت استازي د امریکا دمتحده آیالاتو له لوړپوړو چارواکو سره غونډه کوي تر څو د بهرنیو ځواکونو د وتلو هغه قرارداد امضاء کړي چې له […]

د اونۍ تبصره:
زموږ مؤمن ولس او سرلوړی هیواد د خپل زرین تاریخ په تسلسل کې یو ځل بیا له ټاکونکو شېبو تیریږي. د افغان ولس په نمایندګۍ د اسلامي امارت استازي د امریکا دمتحده آیالاتو له لوړپوړو چارواکو سره غونډه کوي تر څو د بهرنیو ځواکونو د وتلو هغه قرارداد امضاء کړي چې له تېر یو نیم کال راهیسې یې په اړه مذاکراتو جریان درلود.
دغسې حوادث د یوه ملت په تاریخ کې ډیر کم پیښیږي، نو ځکه باید چې زموږ ټول هیوادوال د دغو شیبو اهمیت او ځانګړتیا درک کړي او څرنګه چې ښایي هماغسې ورسره چلند وکړي.
زموږ مؤمن ولس ډیر محرومیتونه، مشقات او امتحانات لیدلي دي. د سترو آزمونونو په لړ کې یوه ستره ابتلاء د وروستیو څه کم دوو لسیزو اشغال و. خو دا به په دې خلکو د الله تعالی ځانګړی مرحمت او نصرت وي چې په سختو حالاتو کې یې افغان ولس ته د ثبات، صبر او استقامت توفیق ورنصیب کړ. تر څو یې بالاخره هغه مبارزه د بریا درشل ته ورسوله چې هیچا یې تصور نه کاوه.
دې ته په پام سره زموږ ټول هیوادوال چې د تاریخ په ویاړمن او ټاکوونکي تمځای قرار لري، باید چې له هر څه مخکې د الله تعالی شکرانه اداء کړي. تر خپل منځ دې د اخوت، اتفاق، مینې او صمیمیت رشتې نورې هم مضبوطې کړي. د معاصرو فتنو او نفاق انګیزو افکارو پر ځای دې په حبل الله المتین باندې خپل لاسونه محکم وساتي او د یوه روښانه، نیکمرغه او سوله ییز راتلونکې پر خوا دې د تدبر او فراست نه مالامال ګامونه پورته کړي.
د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د افغانستان د قضیې ټول مسؤلیت دیوه ملت په حیث موږ افغانانو ته متوجه کیږي. په دې حساس پړاو کې باید د تاریخ له تجربو زده کړه وشي. د افغان ولس مشترک ارمان چې اسلامي نظام دی باید تحقق ومومي او هیوادوال باید هیچاته اجازه ور نه کړي چې دغه تاریخي فرصت له شخصي هوسونو قربان کړي.
هیوادوالو او نړیوالو ولیدل چې د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه پورې هم د هیواد د ازادۍ ګټلو په مبارزه کې او هم د اشغال د خاتمې لپاره په مذاکراتي بهیر کې خپل مسؤلیت په ښه توګه اجراء کړی دی. چې بالاخره دا دی د یوه خپلواک او اسلامي افغانستان ارمان منزل ته رسیدونکی ښکاري. اسلامي امارت په راتلونکې کې هم د خپل مؤمن ولس پاکو ارزوګانو ته د همداسې تعهد ژمنه کوي او په دې لاره کې به نور هم ټاکونکي او بریالي اقدامات وکړي.