د تعلیمي ادارو مصؤنیت دې تضمین شي

د اونۍ تبصره: که څه هم د کابل ادارې د عسکرو او ملیشو لخوا په تعلیمي ادارو کې د پوستو جوړول، ښوونځي او د معارف بنسټونه د سپر په حیث کارول، په دیني مدارسو چاپې، د طالبانو او حافظانو شهیدانول او د دیني مدارسو بې حرمتي له کلونو راهیسې یو معمول ګرځیدلی. اما په دې […]

د اونۍ تبصره:

که څه هم د کابل ادارې د عسکرو او ملیشو لخوا په تعلیمي ادارو کې د پوستو جوړول، ښوونځي او د معارف بنسټونه د سپر په حیث کارول، په دیني مدارسو چاپې، د طالبانو او حافظانو شهیدانول او د دیني مدارسو بې حرمتي له کلونو راهیسې یو معمول ګرځیدلی. اما په دې وروستیو کې دغې سلسلې د پخوا په نسبت زور اخیستی دی.
څو میاشتې وړاندې د اشرف غني مرستیال امر الله صالح چې په کابل ښار کې د چریکي بریدونو له مهارولو عاجزه شو، نو یې له دیني مدرسو انتقام اخیستل پیل کړل. په کابل ښار او شاوخوا سیمو کې په ګڼو مدرسو چاپې ووهل شوې، د دیني مدارسو استادان، شیوخ او طالبان پرته له کوم تور او سند څخه یوازې د طالبۍ په جرم بندیان او محبسونو ته واچول شول.
په دې وروستیو کې د هیواد په جنوب ختیځ خوست ولایت کې د اشغالګرو لخوا د روزل شوي جنایت کار ملیشه ځواک (ضربتیانو) لخوا په دیني مدارسو چاپې او بریدونه پيل شوي دي. څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون د یوې اعلامیې په صادرولو سره د ګوډاګۍ ادارې د عسکرو له هغه شوم پلان څخه پرده پورته کړه چې غواړي په خوست ولایت کې دیني مدارس د عملیاتو هدف وګرځوي، د طالبانو او دیني زده کوونکو تر منځ ویره خپره کړي تر څو په دې ډول د علم او معرفت مراکز بند او تعلیمي سلسله یې قطع کړي.
په خوست ولایت کې تر دې وړاندې هم بیا بیا داسې خبرونه نشر شوي چې د ضربتیانو په نوم قاتلانو دیني عالمان، د قران کریم حافظان، د پوهنتون محصلین او زده کوونکي پرته له کوم جرم په خپل کور کې په شهادت رسولي دي. خو د دې جنایاتو په اړه هغه ادارې او سازمانونه چې ځانونه د معارف او تعلیمي ادارو د ساتنې مسؤلین بولي تر اوسه پورې چوپ پاته دي او کوم عکس العمل یې نه دی ښودلی.
دغه سازمانونه چې همیشه اسلامي امارت د ښوونځیو په بندولو او معارف په برخه کې په تخطیو تورنوي او له همدې موضوع د تبلیغاتي استفادې په مقصد هر کال اوږده اوږده راپورونه او احصائیې خپروي، ورته په کار ده چې د کابل ادارې لخوا دیني مدارسو ته ورپیښ ګواښ ته متوجه شي او له علم سره له دښمنۍ څخه یې راوګرځوي.
دښمن باید پوه شي چې له علم او مدرسې سره دښمني کومه ساده خبره نه ده، بلکې یوه له حساسو مسائلو څخه ده. په مدرسو بریدونه او د دیني ادارو بې حرمتي به د دښمن غیر دیني هویت نور هم رابرسیره او په وړاندې به یې زموږ د مؤمن ولس کرکه او د انتقام روحیه پیاوړي کړي.
د جګړې اړوند ټول دیني او معاصر بشري قوانین حکم کوي چې عبادتځایونه، تعلیمي ادارې او بې غرضه اشخاص باید د جګړې هدف ونه ګرځي. د دوی په نښه کول نه یوازې لوی ظلم، ګناه او جنګي جنایت دی. بناء دیني مدارس، ښوونځي، دار الحفاظونه، مساجد، علماء کرام، طالبان، محصلین او زده کوونکي باید تضمین شوی مصؤنیت ولري او هیڅکله د جنګي عملیاتو، چاپو او بریدونو هدف ونه ګرځي.