افغان ولس د اشغال خاتمه غواړي

د اونۍ تبصره: په داسې حال کې چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د جو بایډن په مشرۍ نوي حکومت د سپیني ماڼۍ واک تر لاسه کړی دی او د افغانستان په اړه د نوي پالیسۍ د ټاکلو په اړه د وضعیت ارزونه کوي. دلته په افغانستان کې د افغان ولس له منځه یو […]

د اونۍ تبصره:

په داسې حال کې چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د جو بایډن په مشرۍ نوي حکومت د سپیني ماڼۍ واک تر لاسه کړی دی او د افغانستان په اړه د نوي پالیسۍ د ټاکلو په اړه د وضعیت ارزونه کوي. دلته په افغانستان کې د افغان ولس له منځه یو ځل بیا دا غږ راپورته شوی دی چې د امریکا نوی حکومت دې د دوحې تړون سره سم د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیږدي.
په تیرو څو ورځو کې د افغان ولس بیلابیلو اقشارو د هیواد له مختلفو سیمو او د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه دا غږ پورته کړ چې امریکایي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي. په دې اړه په اجتماعي رسنیو کې د اشغال د خاتمې متحدانه غږ د هر کله په نسبت بې ساری و. چې د هیواد په بیلابیلو ژبو له ټولو ولایاتو څخه د اشغال په خلاف غږ راپورته شو. د ټولنې تقریبا ټولو اقشارو پرته له ژبني، سمتي، قومي او نورو توپیرونو په کې شرکت وکړ او د اشغال پر ضد د افغان مؤمن ولس سرتاسري مخالفت یې یو ځل بیا ثابت کړ.
د افغان ولس د اشغال ضد متحدانه موقف که له یوې خوا د مهمو مسائلو په اړه زموږ د ولس اتفاق او هم نظري ثابتوي. بل خوا امریکایي اړخ ته هم ځانګړی پيغام لري. هغه دا چې دلته د اشغال سره مخالفت د کوم خاص سیاسي جهت یا ډلې موقف نه دی. بلکې ټول ملت د خپلو دیني ارزښتونو په اساس له بهرني اشغال سره مخالفت لري. د روانو بدمرغیو سرچینه یې ګڼي او په عاجل ډول یې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
د جو بایډن اداره د دې په ځای چې د خپلو ستراتيژیستانو او یا د کابل ادارې د پردیپالو چارواکو په محاسبه او ارزونه باور وکړي. باید د افغان ملت غوښتنه او متفقانه دریځ په نظر کې ولري. ځکه تاریخي تجربې ښیي کله چې له بهرني ځواک سره د اشغال شوي هیواد ملت یا عام ولس مخالفت ولري نو که هر څومره ځواک او وسائل وکارول شي بیا یې هم نتیجه شکست او د اشغال خاتمه ده.
بله دا چې په تیرو دوو لسیزو کې د سپیني ماڼۍ چارواکو بیا بیا د افغانستان وضعیت ارزولی دی. د دې ارزونو نهایي پایله همیشه دا راوتلې چې د افغانستان مسئله له پوځي لارې نه حل کیږي. د افغان او امریکایي اړخ دواړو ګټه په دې کې ده چې باید د زور د استعمال پر ځای د خبرو او تفاهم له لارې مسائل حل شي. د همدې مسلسلو ارزونو نه وروسته د سپیني ماڼۍ تېرو واکمنو د قطر په دوحه کې له اسلامي امارت سره خبرې پیل کړې. چې له اوږدو مذاکراتو وروسته یوې داسې پایلې ته ورسیدل چې دواړو اړخونو ورسره توافق درلود.
دغه تړون چې له مخې یې د افغانستان اشغال پای ته رسیږي دغه راز له افغانستانه امریکا ته د خطر نه متوجه کیدو خبره په کې تسجیل شوې، د افغانستان د مسئلې تر ټولو معقول، منطقي او عملي حل دی. چې نړیوال ملاتړ او اعتبار یې هم کسب کړی دی. افغان ولس باور لري چې د افغانستان د موضوع د حل تر ټولو غوره لار همدا ده او نورې لارې به یو ځل بیا د پخوانیو ترخو تجربو تکرار وي.