بین الافغاني مذاکرات څنګه بریالي کیدای شي؟

د اونۍ تبصره: د افغانستان د موضوع د حل په مقصد بین الافغاني مذاکرات له څو میاشتو راهیسې جریان لري. په دې لړ کې یوه مهمه غونډه څو ورځې وړاندې د روسیې په پلازمینه مسکو کې دائره شوه، چې دوه ورځې یې جریان درلود. د پخوانیو څرګندونو او اعلامیو په شان په دې غونډه کې […]

د اونۍ تبصره:
د افغانستان د موضوع د حل په مقصد بین الافغاني مذاکرات له څو میاشتو راهیسې جریان لري. په دې لړ کې یوه مهمه غونډه څو ورځې وړاندې د روسیې په پلازمینه مسکو کې دائره شوه، چې دوه ورځې یې جریان درلود. د پخوانیو څرګندونو او اعلامیو په شان په دې غونډه کې هم د ټولو کورنیو او بهرنیو جهتونو متحدانه غوښتنه دا وه چې د مذاکراتو پروسه باید چټکه شي تر څو یوه واقعي حل ته لار ومومي. خو اوس پوښتنه دا ده چې د مذاکراتو دغه پروسه څنګه کامیدای شي او د سولې ارمان څرنګه له خیال څخه په حقیقت بدلیدلای شي؟؟
باید ووایو چې په دې اړه تر ټولو اساسي خبره د جوړجاړي هغه توافق ته ژمنتیا ده چې له اوس نه څه باندې یو کال وړاندې د قطر په دوحه کې د ښکیلو اړخونو تر منځ لاسلیک شوی او بیا یې د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو مطرحو جهتونو هم ملاتړ او تائید کړی دی. دغه توافق ځکه مهم دی چې د مسئلې د حل مسیر او لار روښانوي. هر لوري ته ټاکلي مسؤلیتونه راجع کوي چې په ترسره کولو سره یې تدریجا دغه پروسه یوه نهایي او واقعي حل ته رسیدلی شي.
دوهمه خبره دا ده چې د افغانستان د قضیې بهرنی اړخ د دوحې د توافق له مخې تقریبا حل شوی دی. اوس یې پاته داخلي اړخ دی چې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه بلل کیږي. دا چې دا د افغانانو داخلي موضوع ده او یوازې خپله افغانان باید پرې جر و بحث وکړي او د حل لاره یې ومومي، نو بهرني اړخونه باید په دې مذاکراتو کې له مداخلې ډډه وکړي. ځکه تجربو ښودلې چې بهرنۍ مداخلې، فشارونه واردول او د یوه جهت په ګټه یا زیان موضع ګیري دغه پروسه نه یوازې بې اعتباره کولای بلکې له خنډ او ناکامۍ سره مخامخ کولای شي.
مقابل اړخ ته هم زموږ سپارښتنه دا ده چې د بهرنیانو له تأثر څخه دې ځان راوباسي. په خپله اراده او د خپل ولس او هیواد د ګټو په تناظر کې دې د مذاکراتو پروسې ته راوړاندې شي. د پردیو معیارونو په ځای دې د خپل ولس دیني او معنوي ارزښتونو لوړ او مقدم وبولي او د همدې عالي ارزښتونو په رڼا کې دې مسائل حل کړي. په پردیو نسخو او فرمایشونو دې ټینګار پریږدي، ځکه پردۍ نسخې په دې هیواد کې ناچله دي او دا په خپلو معنوي اقدارو قانع ولس یې هیڅکله هم نه مني.
د افغانستان اسلامي امارت چې دمسائلو په سوله ییز حل باور لري، ټوله هڅه کوي چې د مذاکراتو روانه پروسه بریالۍ او یوه واقعي حل ته ورسیږي. په دې برخه کې یې د دوحې له توافق سره سم له خپله اړخه ټول مسؤلیتونه ترسره کړي دي. په خپلو ژمنو یې وفا کړې او په دې ډول یې د افغان ولس مهمې غوښتنې (سولې) ته خپل تعهد ثابت کړی دی.
هیله مو دا ده چې مقابل اړخونه، هغه که بهرني دي او یا داخلي، هم باید د دوحې توافق ته ژمن پاته شي تر څو په همدې لار نقشه د بین الافغاني مذاکراتو پروسه هم د بریا تر منزله ورسیږي.