ولسي احتجاجونه او اعتصابونه د څه نښه ده؟

د اونۍ تبصره: په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې یو لړ احتجاجونه او کاري اعتصابونه پيل شول چې د کابل ادارې د چارواکو له ظالمانه کړنو څخه د نفرت او انزجار ښکارندوی وو. د هیواد په پلازمینه کابل او نورو ښارونو کې د صرافانو ټولنې له ډیرو ورځو راهیسې احتجاجي کاربندیز […]

د اونۍ تبصره:

په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې یو لړ احتجاجونه او کاري اعتصابونه پيل شول چې د کابل ادارې د چارواکو له ظالمانه کړنو څخه د نفرت او انزجار ښکارندوی وو. د هیواد په پلازمینه کابل او نورو ښارونو کې د صرافانو ټولنې له ډیرو ورځو راهیسې احتجاجي کاربندیز پيل کړی دی چې لا هم دوام لري.
دغه راز په ټول هیواد کې د ځمکني ترانسپورټ اتحادیو او باربري موټرو چلوونکو یو عمومي او سرتاسري اعتصاب کړی و چې دا ډول عام کاري اعتصاب پخوا کله هم نه و لیدل شوی. د باربري موټرو چلوونکي وایي چې د کابل ادارې پولیس، اربکیان او نور عسکر ترې ګام په ګام پیسې اخلي. هغه پوستې چې په لویو لارو ظاهرا د امنیت لپاره ګومارل شوي دي په حقیقت کې د غلو او شوکمارو پاټکونه دي. چې له مسافرو، تجارانو او موټر چلوونکو نه یوازې پیسې وړي، بلکې وهي یې، ډزې ورباندې کوي او عزت یې پایمالوي.
د موټر چلوونکو په وینا د کابل ادارې تر واک لاندې سیمو کې په لویو لارو کټ مټ هغه حالت حاکم دی لکه درې لسیزې وړاندې چې د تنظیمي هرج و مرج په زمانه کې ټوپکیانو او پاټکسالارانو په افغان ولس کوم حالت راوستی و.
د صرافانو او باربري موټرو د چلوونکو کاربندیز د هیواد اقتصاد ته هم دروند زیان پیښ کړی دی. د صرافیو په تړل کیدو سره تجاران د پیسو په بدلولو او انتقال کې له ستونزو سره مخ شوي. دغه راز د لویو باروړونکو موټرو له کاربندیز سره حمل و نقل په ټپه دریدلی او د وارداتي توکو بیې ډیرې لوړې شوي دي.
خو د دې ولسي احتجاجونو، عامه ځور او مشقت په اړه د ارګ چارواکي ځکه بې تفاوته دي، چې دوی ته یې کوم تکلیف او اغیز نه رسیږي. ځکه د کابل ادارې د زیاتره لوړپوړو چارواکو کورنۍ له افغانستانه بهر ژوند کوي. دوی ته خرڅ خوراک هم د خپلو اجنبي بادارانو لخوا رسیږي. نو ځکه د نور ملت له درده نه خبریږي او نه ورباندې باک کوي.
اما دا احتجاجونه، اعتصابونه او ولسي اعتراضونه د هغه پراخ ولسي قهر او نفرت یوه کوچنۍ علامه ده چې افغان ولس یې د ارګ له ظالمو او بې رحمه چارواکو په اړه لري. هغه فاسد او ظالم چارواکي چې نه یوازې د ملت عامه سرمایې لوټوي، بلکې د تجارانو، موټر چلوونکو او غریبو مسافرو جیبونو ته یې هم سترګې نیولي دي او په لویو لارو کې یې د خلکو د شکولو لپاره لوټماران ګمارلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت چې د خپل مؤمن ولس د سر، مال او حیثیت ساتنه خپله وجیبه بولي، هڅه کوي چې افغانان د دغو لوټمارانو له منګولو څخه خلاص کړي. په دې لړ کې په تیر کال کې په ډيرو سیمو کې له لویو لارو د هغو لوټمارانو پوستې ختمي شوي دي چې پخوا به یې مسافر او موټر چلوونکي تکلیفول. اسلامي امارت لکه درې لسیزې وړاندې یې چې د پاټکسالارانو ټغر ور ټول کړ او ملت ته یې نجات ورکړ اوس هم د خپل مؤمن ولس د سر او مال ساتنې ته ټینګ تعهد لري. او خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د ظالمانو حاکمیت دوام نه لري، الله تعالی به ډیر ژر د دوی سره د شویو مظالمو بدله ترې واخلي.