نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د جمعې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته ئې لومړی په کمېسارۍ کي د مسافرو لپاره انتظار ځای رسماً ګټي اخیستني ته وسپاره او په دوهم قدم کي ئې فرضي کرښي ته څېرمه د ا،امارت بیرغ، چي د ستني اږدوالی ئې ۵۲ […]
د ا.ا ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي معين ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ په کندهار کي د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه، چي پر مهال ئې د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي نور احمد سعید، د ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم او په یاده فابریکه […]
کندهار کي د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ د دوولسو لوبډلو ترمنځ ترسره سو، چي په پایله کي ئې د هرات سرخ پوشان لوبډلي تر نورو ټولو لوبډلو زیاتي ۲۷ نمرې ترسره لاسه کړې او په یاد لیګ کي ئې لومړی مقام خپل کړ. پرون جمعه د یاد لیګ وروستۍ لوبه ترسره سوه او وروسته […]
یادي څرګندوني د کندهار د پوهني رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي د پنجشنبې په ورځ سهار سړو سیمو کي د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پيل په موخه جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پرمهال ئې د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله، د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام، د […]
کندهار ارغنداب میانکو سیمه کي یو تن هیوادوال دخپل موټر سره د اختطاف ګرو له منګولو وژغول سو اختطافګرغله غره ته ختلي دي مجاهدین هڅه کوي تر څو غله هم ونیسي
د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کښي د اوو ولسوالیو «شاولي کوټ، ارغنداب، ژړۍ، میوند، پنجوايي، ډنډ او دامان» ولسوالیو له ګڼ شمېر قومي مشرانو، سپینږیرو او د اوبو له میرابانو سره وکتل، چي راغلیو قومي مشرانو، سپينږیرو او د اوبو میرابانو د یادو ولسوالیو لپاره د زراعتي اوبو، […]
یادي څرګندوني د کندهار د ګمرک نوي رئیس مولوي محمد حامد احمد د سېشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کښي د کندهار د صنایعو او معدنونو خوني رئیس سیدمحمد سرور آغا اماني، ددې خوني مرستیال حاجي یارمحمد رحماني، د خوني د نظارتي کمېټې استازو حاجي محمدقسیم خان رسولیار، حاجي محمد اکبر افغان زاده، […]
د سېشنبې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني او سوداګرو له لوري د هوايي ډګر د سړک په ګلځای او د کندهار په لویه عیدګاه کښي له ښاروالۍ سره د مرسته سویو نیالګیو اېښودلو کمپاین په جلا ـ جلا توګه پیل کړ، چي پرمهال ئې […]
سهشنبه مورخ 2حمل 1401 محترم مولوی قدرتالله جمال معین امور صنعت و تجارت به روز دوشنبه 1حمل سالروان به ولسوالی سپینبولوک ولایت قندهار سفر کرد. معین وزارت صنعت و تجارت در دیداری با تاجران و هیئت مدیرهی اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان در این ولسوالی از تعهد ا.ا در رفع مشکلات، رسیدگی به چالشهای فراراهی […]
د دوشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کښي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ کندهار کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو په موخه د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي پکښي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیاتالله مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اُردو قومندان قاري مهرالله حماد، د کندهار امنیه قومندان […]
د دوشنبې په ورځ د کندهار چاپېریال ساتني رئیس نورالله عادل په لارښوونه ددې رياست ګډ نظارتي ټيم د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د ګچو د پخولو د کرو او شاوخوا استخراجي سيمو څخه نظارت او ليدنه وکړه. د کندهار چاپېریال ساتني ریاست رئیس نورالله عادل وایي، د کندهار د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو […]
د ټولګټو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په خاصه سپارښتنه د کندهار ټولګټو چارو ریاست له لوري د کندهار ـ سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ د پاته سړک سروې د مسلکي انجنیرانو له لوري د جوړېدو په موخه روانه ده، چي یاد سړک د میل د پُله څخه بیا د بولدک ولسوالۍ تر بازار […]
د یکشنبې په ورځ ماپښين د کندهار د ډنډ ولسوالۍ ولسوال محترم حافظ صدیق صاحب د ډنډ ولسوالۍ د غونډو په تالار کښي ددې ولسوالۍ د بېلابیلو سیمو له دیني عالمانو سره وکتل، چي یاده لیدنه کي پر یو لړ مهمو مسائیلو بحث او خبري وسوې. د لیدني په پیل کښي راغلیو دیني عالمانو […]
د یکشنبې په ورځ ولایت مقام کښي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د امنیتي مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک، د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود، د کندهار د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب، د امنیت آمر حافظ احمدالله سحر، د کندهار […]
کندهار: د مالیې وزارت د حکم په اساس مولوي محمود حامد په دوهم بست کي د کندهار د ګمرک رئیس وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ سهار د مالیې وزارت د مرستیال ملا اخترمحمدناصر اخند، د ګمرکاتو د ښووني او روزني مسئول مولوي عبدالهادي سیفالخالد، د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري، د […]