نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د دوشنبې په ورځ د کندهار خاکرېز ولسوالۍ د لالک و زرک په سیمه کي یوه اته کلنه نجلۍ ۱۰۵ متره ژوري برمې ته ولوېده، چي د کندهار والي په مشرۍ ئې د ژغورلو هر اړخیزه عملیات ترسره سول، چي بلاخره تر ۲۳ ساعتونو وروسته د سېشنبې په ورځ ماپښین شاوخوا څلور بجۍ نجلۍ […]
د پنجشنبې په ورځ ناوخته ولایت مقام کښي د مالیې وزارت مرستیال حاجي محمدناصر اخند د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چي پرمهال ئې د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود. لیدنه کي د ګمرکي چارو د لا ښه سمون، ګمرکي محصولاتو، سوداګرو ته […]
کندهار کي د بېنوا لوړو زدهکړو موسسې څخه ۱۹۳ تنه نارینه او ښځينه فارغ سول، چي د پنجشنبې په ورځ د کندهار په یوه خصوصي سالون کښي ورته ځانګړي مراسم نیول سوي، چي په یادو مراسمو کي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیاتالله مبارک، د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري او […]
د کندهار حوزې د برېښنا رئیس ملامحمدحنیف حمزه د کجکي څخه تر لښکرګاه دوراهي او کندهار ښار پوري د غځېدلي 110KV لین د نوي کولو چارو او په سنګین ولسوالۍ کي د برېښنا د سټېشنونو څخه لیدنه وکړه. د یاد غځېدلي لین چاري چي لین به د 120mm څخه په 185mm تبدیلیږي تېره پنج […]
د چهارشنبې په ورځ سهار کندهار په پوهنتون کښي د کندهار چاپېریال ساتني ریاست له لوري رسماً د نیالیګو اېښودلو کمپاین پيل سو، چي یاد کمپاین د کندهار چاپېریال ساتني رئیس نورالله عادل، د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا رئیس مفتي میرزامحمد امیرزي او د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر محمد زکریا امیرزاده […]
د سې شنبې په ورځ کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم صاحب سره یوځای د کندهار کښته شاهولي کوټ ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته ئې ددې ولسوالۍ د سوزني کلي بند د جوړېدو چاري رسماً د پټۍ په پریکولو سره […]
د چهارشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپ ګرانډي ، د آسیا په کچه د یونسیار موسسې مشر اندریکا راټوات او په افغانستان کي د یونسیار موسسې مشر کارولاین وان بورین په ملتیا کندهار ته سفر وکړ او په ولایت مقام کښي ئې له کندهار والي حاجي […]
یاده اته کلنه ماشومه چي تېره ورځ مازدیګر د کندهار خاکرېز ولسوالۍ اړوند لالک او زرک سیمه کي سل متره برمې ته لوېدلې وه، لومړی د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په امر د ولایت مقام استازي او یوشمېر نور مسئولین سیمي ته واستول سول او نن سهار وختي خپله کتدهار والي په سویل […]
د سه شنبې په ورځ د ټرافیکو مديریت او اطلاعات او کلتور ریاست په ګډه همکاري د ټرافیکي اصولو د مراعتولو پراخ کمپاين ترسره سو. په دې کمپاین کي د عامه پوهاوي په برخه کي د اطلاعات او کلتور رياست مرستيال ملا شمس الله صمیم او د کندهار ټرافیکو ګډون کړی وو. د اطلاعات […]
د کندهار ولایت د سرحدونو،قومونو اوقبایلو چارو مرستیال ښاغلي مولوي ندا محمد د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۲۱ نېټه د کندهار ولایت د شاولي کوټ او خاکریز ولسوالیو له قومي مشرانو ، علماو او مخورو سره وکتل. په یادو کتنو کې د شاولي کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو د یاد ریاست له […]
نن ورځ یک شنبه د یاد ولایت رهبري مقام لخوا یو لوړ پوړی هیئت جاغوري ولسوالۍ ته سفر وڪړ یاد سفرکې د قرباغ محترم ولسوال او قومندانۍ امنیه او د یادې ولسوالۍ له قومې مخورو سره وکتل او په یولړموضوعاتو خبرې وکړي د یاد سفرپه ترڅ کې د انکشاف دهاد محترم رئیس مولوي صیب […]
۲۲کب ۱۴۰۰ هـ لمریز ۹ شعبان ۱۴۴۳ هـ – ق د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم د کندهار پر ۲۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پرانیستله. په پام کې ده چې پر هر بزګر ۵ بورۍ اصلاح شوی تخم ته وویشل شي. دغه تخم د وطن دانه […]
د ا،ا،امارت د پوهني وزارت د حکم په اساس مولوي فخر الدین نقشبندي په دوهم بست کي د کندهار د پوهني رئیس وټاکل سو، چي د یکشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله، د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست د رئیس مفتي میرزامحمد زاهد او د […]
د سېشنبې په ورځ د کندهار افغان سرې میاشتي ټولني د کندهار کښته شاهولي کوټ ولسوالۍ کي له «۳۴۲» اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړه، چي د ۱۵۸ کورنیو سره به ئې بیا سبا چهارشنبه وکړي. په یاده مرسته کي اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، مکروني، دال، آش، مربا، […]