نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د دوشنبې په ورځ د پنجوايي د ولسوال ملاسیفالرحمن سیف په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي ددې ولسوالۍ د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو ګډون کړی وو. په پيل کي د پنجوايي ولسوال د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته دده په مشرۍ […]
د عزیزي بانک او د افغانستان اسلامي بانک له لوري په ټول هیواد کي زرګونه اړمنو کورنیو ته د مرستي ورکوني لړۍ پیل سوې، چي په لړي کي یې د یکشنبې په ورځ کندهار کي له ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. مرسته کي اوړه او غوړي شامل وه. دوشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۴
د یکشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل، چي پرمهال ئې د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیمالله محمود، د امرباالمعروف و نهي عنالمنکر رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د حج او اقافو رئیس مولوي عبدالرحمن او د ولایت مقام مالي […]
د پنجشنبې په ورځ د کندهار شاهولي کوټ ولسوالۍ په کجُر کلي کي د واحدې په نوم یوه پنځه کلنه نجلۍ شل متره برمې ته ولوېدله، چي سر یې لوڅ وو او د کندهار د ټولګټو چارو ریاست د مسلکي ټيم له لوري یاده نجلۍ له برمې څخه راویستل سوه، خو وفات سوې وه. […]
د شنبې په ورځ د کندهار عامي روغتیا ریاست په مشرۍ د باران موسسې په انګړ کښي د کندهار د شپږو ولسوالیو «شاهولي کوټ، معروف، ارغستان، تختهپُل، میوند او نېش» لپاره د نویو دوولسو روغتیايي مرکزونو او درې ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره له ۳۳۳ ښځینه او نارینه روغتیاپالانو څخه ازموینه واخیستل سوه. د کندهار […]
کندهار ښاروالي په خپل دوهم اقدام کي درې زره نورو کسانو ته د خوړو نړیوال سازمان «WFP» په مرسته ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده، چي اوس د یادو کسانو د استخدام چاري د سروې په مټ رواني دي او د ښاروالۍ هڅه داده، ترڅو وړ او اړمند ځوانان په کار وګماري. […]
د کندهار والي په مشرۍ د امنیتي غونډي د پرېکړو په اساس د نن شنبې «۱۴۴۳/۹/۲۲» څخه په کندهار ښار کي ټولو دوکاندارانو ته خبر ورکول کیږي، چي د ټکانو او پټاکیو رانیول او خرڅول په بشپړه توګه او جداً بند دي؛ ځکه د ولس د تکلیف، تشویش او ویري سبب ګرځي او هم […]
ستاسو د ستونزو اورېدلو او ورته ژر د حل لاري پیداکولو په موخه د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، آمر امنیت او ټولو حوزو فعالي شمېرې درته اعلانوو، چي په لاندي ډول دي. نو هرکله، چي درته ستونزي پېښیږي اړوند ادارې ته زنګ ووهئ او همدارنګه له تاسو هیله کوو، که چیري یو څوک ناوړه […]
د یکشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د لارښووني سره سم د پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست له ۳۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو کولو لړۍ راپيل کړه، چي پکښي غنم، بوره، دال او وریجي شاملي دي. د کندهار د پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس ملاحمدالله وارث وویل، […]
د شنبې په ورځ د کندهار د ډنډ ولسوال حافظ صدیق په خاصه لارښوونه او هڅو ددې ولسوالۍ په دوو کلیو بلدي او ذاکرشریف کښي د تېرو جګړو پرمهال دوه تخریب سوي پلونه جوړ کړل سول، چي خپله د ډنډ ولسوال د یادو پلونو د جوړېدو څخه له نژدې نظارت او لیدنه کوله. د […]
د پنجشنبې په ورځ ولایت مقام کښي د مرستیال والي الحاج مولوي حیاتالله مبارک په مشرۍ کندهار کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو په موخه د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي غونډه کي د مرستیال والي ترڅنګ د ۲۰۵ البدر قول اُردو قومندان قاري مهرالله حماد، امنیه قومندان مولوي رحیمالله محمود، د استخباراتو […]
د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه له غریبو کورنیو، معلولینو او سوال کوونکو ښځینه او نارینه وو سره د مرستي کولو په موخه جوړ سوي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ د ۲۸۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وکړه، چي په خوراکي توکو کي اوړه او غوړي شامل […]
نن چهار شنبه دشعبان ۲۷ مه دقندهار هوائي لواء قومــندانۍ ته عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تشریف راوړ او د جنوب زون د هوائي لواء د قومنــدان مولوي صاحب فتح الله (منصور) سره یې مجلس درلود چې تر مازدیګره یې دوام وکړ. د مازدیګر د لمانځه وروسته یې د مولوي صاحب له ملګرو سره صمیمانه […]
د چهارشنبې په ورځ د کندهار امنیه قومندانۍ د غونډو په تالار کښي د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود د کندهار د ټولو حوزو له آمرینو او د ټولو ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره وکتل. لیدنه کي د کندهار امنیه قومندان د ټولو حوزو له آمرینو او د ولسوالیو له امنیه قومندانانو […]